
د ښځو د پیاوړتیا اجرایوي کمیټې خپله پنځلسمه غونډه د افغانستان اسلامي جمهوریت د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ نن چهارشنبه د ( سلواغې ۱۶ مه) په سپېدار ماڼۍ کې وکړه.
د ښځو چارو وزارت د( جندر امریتونو ارتقا ریاستونو ته) طرحه غونډې وړاندې کړه.
د دې طرحې نه موخه د ښځو د موقف مساوات، په دولتي ادارو کې د جنسیتي عدالت تامین او د معیاري پرمختګ تشکیلات په ټولو حکومتي ادارو کې د دې ریاست جوړول دي.
د هېواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د دې طرحې نه په ستاینې وویل، مخکې له دې چې د جندر امریتونه په ریاستونو بدل شي، لومړی باید ټول اړخونه او امکانات وسنجول شي.
اجرائیه رئیس ټینګار وکړ، چې په ادارو کې د ښځو د وضعیت ښه کېدو لپاره پکار ده چې لومړی ذهنیتونه تغیر وکړي او همدارنګه یې د ښځو چارو وزارت ته هدایت وکړ، چې نړیوالې ټولنې او د ښځو د حقونو مدافع ټولنو سره په همکارۍ په بېلا بېلو ادارو کې د جندر امریتونو پر ریاستونو د بدلیدو پروسه د کار لاندې ونیسي.
وروسته د ښځو د پیاوړتیااجرایوي کمیټې د هماهنګۍ واحد په ترانسپورتي سیستم کې د ښځو د ازار او زورونې په تړاو طرحه غونډې ته وړاندې کړه.
د ښځو خوځښت لپاره د مناسبو شرایطو برابرول،
د ښځو د د تعلیمي او تحصیلي کچې لوړول او په ښاري ترانسپورت کې د ښځو او انجونو د ازار او زورونې مخنیوی د دې طرحې عمده موضوعات وه.
اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په ښاري ترانسپورت کې د ښځو او انجونو ازار او زورونه د ګوتنیونکو ستونزو څخه یاده کړه او اړونده ادارو ته یې هدایت وکړ، چې پدې برخه کې څومره چې ژر کیږي د حل لار پیدا کړي.
د هماهنګۍ واحد همدارنګه د ښځو د پیاوړتیا اجرایوي کمېټه کې د ماشومانو د شاملېدو طرحه غونډې ته وړاندې کړه.
د ښځو د پیاوړتیا اجرایوې کمیټې د هماهنګۍ واحد موندنې ښایي چې د ماشومانو مړینه، شاقه کارونه او په کم عمر کې ودونه په هېواد کې د ماشومانو عمده ستونزې دي.
اجرائیه رئیس د ماشومانو د دې ستونزو د حل لپاره عامه پوهاوی ضروري وګاڼه د کارو او ټولنیزو چارو وزارت او د ښځو چارو وزارت ته یې دنده وسپارله، چې د همکارو ادارو سره په ګډه، د ښځو او ماشومانو د دې ستونزو په حل کې کار وکړي.