د اجرائیه ریاست د مرستیال حاجي محمد محقق د زوی محمد باقر محقق د شهادت په تړاو د اجرائیه ریاست اعلامیه

کابل ـ سپېدار: په خواشینۍ سره مې خبر ترلاسه کړ، چې د اجرائیه ریاست د مرستیال او د حزب وحدت ملي اسلامي افغانستان ګوند رهبر حاجي محمد محقق زوی محمد باقر محقق نن یکشنبه د ( سلواغې ۲۰ مه) په یوه خواشینونکي پېښه کې په شهادت ورسېده.

له دې پېښې څخه په شدت متاثره شوی یم، محمد باقر محقق یو لوستی، با شخصیته او غښتلی ځوان و، ناڅاپې شهادت یې نهایت خواشینونکی دی.

په همدې وسیله خپل د غمرازۍ او همدردۍ مراتب، محترم ورور حاجي محمد محقق او د هغه درنې کورنۍ ته وړاندې کوم او شهید محمد باقر محقق ته د لوی رب څخه د فردوس جنت دعا کوم.

ډاکټر عبدالله عبدالله

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس