المان او افغانستان به خپلو ګډو همکاریو ته ادامه ورکړي

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن شنبه د ( سلواغې ۱۹ مه) په خپل کاري دفتر سپېدار ماڼۍ کې د المان فدرالي جمهوریت د پارلمان استازي او د بهرنیو اړیکو د کمیټې غړي امید نوری پور سره په داسې حال کې ولیدل، چې په کابل کې د المان سفیر یې ملتیا کوله.

پدې لیدنه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او د المان فدرالي جمهوریت پر دوه اړخیزه موضوعاتو، ګډو همکاریو، په افغانستان کې د المان حضور، د دواړو حکومتونو او پارلمانونو د اړیکو په غښتلتیا، د سولې روانې پروسې پر لاسته راوړنو او ولسمشریزو ټاکنو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.