د کابل امریکايي پوهنتون د پخواني رییس ډاکټر شریف فایض تلین ونمانځل شو

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن شنبه د ( سلواغې ۱۹ مه) د کابل امریکایي پوهنتون د پخواني رئیس ډاکټر شریف فایص د تلین په مراسمو کې ګډون وکړ.

د هېواد اجرائیه رئیس پدې مراسمو کې د ډاکټر شریف فایض د کړو خدمتونو یادونه او قدردانی وکړ او هم یې نوموړی یو عالم، وطن دوست او د افغانانو خدمتګار شخصیت یاد کړ.

اجرائیه رئیس د ډاکټر شریف الله فایض روح ته دعا وکړه او زیاته یې کړه، د نوموړي خدمتونه او کارنامې به د خلکو ترمنځ د یو ښه میرات په توګه تل پاتې وي.