د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرایوي رییس د خواخوږۍ پيغام

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د افغانستان د ټولګټو چارو پخوانی وزیر او په اېټالیا کې د افغانستان پخوانی سفیر عبدالله علي په جرمني کې په حق رسېدلی دی.

نوموړي د یوه افغان او د افغانستان د رښتیني بچي په توګه خپلې خاورې او خلکو ته نه ستړې کېدونکي خدمتونه کړي دي.

هغه د خپل ماموریت پر مهال د افغانستان لپاره ډېرې هڅې کړي دي. مړینه یې د افغانستان لپاره یوه نه جبرانېدونکې ضایعه ده.

زه د نوموړي په مړینه خواشینی یم. هغه ته له پاک رب نه د جنت فردوس، کورنۍ او دوستانو ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوم.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي رییس

ډاکټر عبدالله عبدالله