اجرائیه رئیس د افغانستان لپاره د روسیې د جمهور رئیس له ځانګړي استازي سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن له غرمې مخکي په خپل کاري دفتر کي د هیواد لپاره د روسیې د جمهور رئیس له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره وکتل.

ښاغلي کابلوف په ننۍ لیدنه کي اجرائیه رئیس ته د روسیې څخه د لیدني لپاره د یاد حکومت د مخکنۍ بلني یادونه وکړه او له افغان حکومت سره یې په اقتصادي او ښوونیزو برخو کي د خپل حکومت د ملاتړ خبر ورکړ.

نوموړي وویل، چي دوی له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کي له افغان حکومت سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي او پلان لري، چي په راتلونکي کي هم له دې برخي سره د مبارزې په برخه کي روزنیزي همکارۍ ته ادامه ورکړي.

د روسیې د جمهور رئیس ځانګړي استازي زیاته کړه، چي روسیې پانګه وال په افغانستان کی سرمایه ګزارۍ ته امادګي لري، خو هغه ستونزي، چي دا مهال په بېلا بیلو برخو کي د ورته هڅو مخه نیسي باید حل سي.

هغه همداراز په سیمه کي د وروستيو ترورستي پېښو ته په اشارې سره وویل، چي ددې ډول پيښو سره د مقابلې لپاره باید سیمه ییز حکومتونه امادګي ولري او په ګډه سره د سولي او امن لپاره کار وکړي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د روسیي ولسمشر د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره په لیدنه کي له هغو مرستو او همکاریو مننه وکړه، چي یاد هیواد د نشه یي توکو سره د مبارزې او افغان ځواکونو سره په روزنه کي کړي دي.

نوموړي وویل، چي افغانستان د سیمي او نړۍ پانګه وال په دې هیواد کی سرمایه ګزارۍ ته هڅوي او هیله لري، چي په اساسي برخو کي پانګه اچونه وسي.

هغه زیاته کړه، حکومت ژمن دی، څو د پانګه اچوني لپاره لازمي اسانتیاوي اماده کړي او په دې برخه کي ټولي ستونزي او خنډونه له منځه یوسي.

 

د روسیې له ځانګړي استازي سره په ننۍ لیدنه کي د کابینې د پاته غړو پر نومونه او همداراز د انتخاباتي نظام د اصلاح لپاره د ځانګړي کمېسون پر جوړولو هم بحث وسو.

اجرائیه رئیس وویل، چي حکومت دواړو برخو کي لازمه توجه لري او په دې اړه باندي حکومت په جدي توګه کار کوي څو هم د انتخاباتي اصلاحاتو کمېسون ایجاد سي او هم د کابینې پاته غړي پارلمان ته معرفي سي.