اجرایوي رییس د هند له مرستیال ولسمشر سره ولیدل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د جمعې په ماښام د هند د ولسمشر له مرستیال ښاغلي حامد انصاري سره وکتل.

په دې لیدنه کې چې په دوستانه فضا کې ترسره شوه د افغانستان او هند د دوه اړخیزو اړیکو په بېلابېلو ابعادو، سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو خبرې وشوې.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي رییس د افغانستان او هند اړیکو بنسټ غښتلی وباله او په هېواد کې یې د هند له پانګونې مننه وکړه. هغه وویل: هند د افغانستان د بیارغونې په برخه کې پنځم ستر مرستندوی هېواد دی.

نوموړي په سیمه ییزې همکارۍ د ټینګار ترڅنګ زیاته کړه، چې دا همکاري به د سیمه ییزو هېوادونو د پرمختګ لامل شي.

ډاکټر عبدالله عبدالله افغان محصلانو ته د هند د تحصیلي بورسونو له ورکړې مننه وکړه او ویې ویل: دا بورسونه د دواړو هېوادونو تاریخي او دوستان اړیکې پراخې کړي او په افغانستان کې یې له بشري پانګونې سره مرسته کړې ده.

ښاغلي انصاري د افغانستان پر وړاندې د خپل هېواد پر ژمنو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې په راتلونکې هم د افغانستان او هند د ښو اړیکو نه ډاډه دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ له دوام نه یې اطمینان ورکړ.