د افغانستان اجرائیه رئیس د انډیا ټوډې لخوا په جوړ سوي کنفرانس کي ګډون وکړ

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله تېره ورځ د هند د دوست هیواد په پلازمېنه نوي ډهلي کي د انډیا ټوډې " INDIA TODAY  " په جوړ سوي کنفرانس کي ګډون وکړی.

د  نوي افغانستان تر سرلیک لاندي دې کنفرانس ته د هیواد اجرائیه رئیس د نني افغانستان، تیرو لاسته راوړنو او راتلونکو ننګونو او فرصتونو په اړه وینا وکړه او وروسته یې د افغانستان په اړه د یاد پروګرام د کوربه پوښتني ځواب کړې.

ډاکټر عبدالله د خپلو خبرو په پیل کي له افغانستان سره د هند له مرستو او همکاریو مننه وکړه او د دواړو هیوادونو دوستي یې تاریخي او له بنسټ څخه غښتلې یاده کړه.

هغه وویل، افغانستان درې نیمي لسیزي جنګونه تیر کړي او هر څه ځپل سوي، خو په خبره یې، چي وروستۍ لسیزه ددغه هیواد لپاره د پام وړ لاسته راوړنو ډکه وه او حالت بنیادي تغیر کړی دی.

نوموړي زیاته کړه، چي په دې لسیزه کي د ستونزو ترڅنګ یو عالم فرصتونه موجود ول، چي په سمه توګه استفاده نسول او ښه چانسونه له لاسه ووتل.

اجرائیه رئیس وړاندي وویل، چي افغانستان اوس یوه نوي پړاو ته داخل سوی او د فقر، فساد، نا امنۍ او نړیوال تروریزم په شان د لویو ننګونو ترڅنګ، ښه فرصتونه هم لري، چي د ملي یووالي حکومت یې پرځای استفادې ته لستوڼي رانغښتي دي.

هغه وویل، چي د افغانستان حالت به مثبت لور ته تغیر کوي او دا تغیر د سیمي هیوادونو د امنیتي او اقتصادي پیاوړتیا لپاره اساسي اهمیت لري.

ډاکټر عبدالله د یاد پروګرام د چلوونکي پوښتني ته په ځواب کي وویل، چي له پاکستان سره د ستونزو د حل په موخه خبري او اړیکي د افغانستان د امنیت لپاره اساسي ارزښت لري او په دې برخه کي لاسته راوړني د ټولو په ګټه دي.

نوموړي زیاته کړه، چي د افغانستان او هند د دوستۍ او همکارۍ لپاره اوږده موده وړاندي خورا قوي بنسټ ایښوول سوی او د نورو هیوادونو په مقابل کي د افغانستان د خارجي سیاست تغیر له هند سره د اړیکو د خړ پړوالي مفهوم نه لري.

هغه د سولي خبرو پیل د افغانانو اصلي ضرورت وباله، خو وویل، چي په دې برخه کي د ډیري بدبینۍ یا خوشبینۍ پرځای واقعبین یو او د نتایجو پر اساس محاسبه کوو.