د هېواد اجرائیه رئیس: د زرعتي محصولاتو وده د هېواد په اقتصاد کې مهم رول لري

د وزیرانو شورا اقتصادي کمیټې د افغانستان اسلامي جمهوریت د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ نن دوشنبه د ( سلواغې ۲۱ مه) نېټه په سپېدار ماڼۍ کې غونډه وکړه.

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د زرعتي محصولاتو د وضعیت، د افغانستان د ښځو د صنعت او سوداګرۍ خوني فعالیتونه او پروګرامونه، له خصوصي بانکونو د عامه محافظت تصدۍ د امنیتي خدمتونو د لوړو بېو کمول، د غونډې د اجنډا موضوعات و.

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت غونډې ته راپور وړاندې کړ، چې پکې راغلي و، د ۹۸ کال زرعتي محصولات د پام وړ و، چې د زرعتي محصولاتو ۸۰ سلنه جوړوي او هڅې روانې دي، چې دا سلنه راتلونکو کلونو کې لا لوړه کړي.

پدې راپور کې راغلي و، په هېواد کې د زرعتي محصولاتو کچه د کال په منځ کې اوج ته رسیږي؛ خو د مناسب مارکیټ نشتون له امله یې په تقاضا او قیمت کې کموالی راځي؛ خو برعکس د ژمي په موسم کې تقاضا لوړیږي او عرضه کمیږي، چې دا حالت د هېواد ملي عوایدو او بزګرانو ته په تاوان تمامیږي.

د دې وزارت د موندنو له مخې، د اړتیا وړ انرژۍ نشتون، د سړو خونو کمښت، غیرې معیاري بسته بندي او سرحدي محدودیتونه د سیمې او نړۍ له مارکیټونو سره وصل د دې ستونزو عمده لاملونه دي.

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکوي، چې د زرعتي محصولاتو د صنعتي ښارګو، د سړو خونو د جوړېدو، معیاري بسته بندۍ او د ټاکلي ستندرد پر جوړېدو کار روان دی، چې تر اوسه د ۷۲ قلمه زرعتي محصولاتو ستندر نهایي شوی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت پدې هلکه وویل، چې د افغانستان د صادراتو د پراختیا ستراتیژي او د سوداګرۍ پالیسي نهایي شوې، او د محصولاتو د ودې په موخه یې د زرعت او د زرعت خونې فرعي کمېټه رامنځته کړې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت راپور ورکړ، چې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او د ستندر ملي ادارې سره ښه همکارۍ لري او پدې کار کوي، چې د هر محصول لپاره د نړیوالو بازارونو معیار وټاکي او همدا رنګه د پنځه زره ټنو په ظرفیت د اتو سړو خونو کارونه هم وروستي شوي دي.

د وزیرانو شورا اقتصادي کمېټې پریکړه وکړه، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د سوداګرۍ خونه او د ستندرد ملي اداره په معیارونو او معیاري بسته بندۍ کار وکړي، ترڅو وکولی شو محصولات او مارکیټ ښه مدیریت کړی شو.

د هېواد اجرائیه رئیس د زرعتي محصولاتو پر ودې او بازارموندنې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه اړونده ادارې دې د زرعتي محصولاتو پر زیاتېدو خپل پام زیات کړي.

د افغانستان د ښځو د صنعت او سوداګرۍ خونې د تاسیس له کال ۱۳۹۶ څخه تر اوسه د خپلو کارونو او فعالیتونو په اړه راپور وړاندې کړ، پدې خونه کې ۳۱ تنه سوداګرۍ ښځې غړیتوب لري او ۶۰۰ ښځینو د تدارکاتو، عامه ګډون او د سوداګرۍ د قوانینو په برخه کې زده کړې ترلاسه کړي دي.

د راپور په اساس ۳۲۱ ښځینو په ۳۰ نړیوالو نندارتونونو کې خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړي او د قناعت وړ خرڅلاوی یې لاره او همدا رنګه د سوداګرو ښځو لپاره یو صنعتي ښارګوټی هم پرانېستل شوی، چې ۳۰۰ ښځینه پکې په کار بوختې دي.

د افغانستان د ښځو د صنعت او سوداګرۍ خونې د قرضو، سیاسي ملاتړ، د سوداګرۍ په برخه کې د لازمو اسانتیاو د برابرولو او د اړونده دولتي ادارو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د وزیرانو شورا اقتصادي کمېټې پرېکړه وکړه، چې د ښځو د ځواک جوړونې کمېټه دې د سوداګرو ښځو د ستونزو د حل لپاره ځانګړې ناسته وکړي او پر ټولو ستونزو او حل لارو دې پکې بحث وشي.

اجرائیه رئیس د افغانستان د ښځو د صنعت او سوداګرۍ خونې له نوښتونو قدرونه وکړه او د هېواد په اقتصادي وده کې یې د دوي ونډه موثره یاده کړه.

اقتصاد وزارت له خصوصي بانکونو د عامه محافظت د امنیتي خدمتونو د قرادادونو په تړاو راپور وړاندې کړ او زیاته یې کړه ۱۲۵ مېلیونه افغانۍ یې د خصوصي بانکونو په ګټه خوندي کړي دي.