کابل ـ سپېدار: په ډېرې خواشینۍ سره، چې نن د مارشال محمد قسیم فهیم پوهنتون مخې ته په یو تروریستي برید کې امنیتي منسوبینو او ملکي خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
دا ډول بریدونه بشري جنایت، د ټولو اسلامي، انساني او اخلاقي ارزښتونو سره په ټکر کې دي.
تروریستي ډلې په دغه ډول بریدونو سره، په ټولنه کې د دوي پروړاندې د خپل وحشت، انسان دښمنۍ او کرکې تخم شیندي، چې د دوي په داسې وحشیانه بریدونو سره به د افغانستان د خلکو ارادې کمزورې نشي؛ بلکې د دوي پروړاندې به یې لا منسجم او یو قوت کړي.
د نن ورځې د تروریستي پېښې شهیدانو ته د افضل جنت، ټپیانو ته د بیړنۍ روغتیا او کورنیو ته یې د لوی رب له دربار څخه د جمیل صبر دعا کوم او ځان له دې کورنیو سره پدې غم کې شریک ګڼم
ډاکټر عبدالله عبدالله
د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس