اجرائیه رئیس د ملګرو ملتونو له استازي سره ولیدل

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن سې شنبه د ( سلواغې ۲۲ مه) په خپل کاري دفتر سپېدار ماڼۍ کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ښاغلي تدامیچي یاماماتو سره وکتل.

پدې لیدنه کې دواړه غاړو پر ولسمشریزو ټاکنو، د ولسمشریزو ټاکنو پر با اعتباره، پاکو او قانوني پایلو په اعلان ټینګار او پر روان سیاسي وضعیت بحث او خبرې وکړې.