اجرائیه رئیس: د کډوالۍ په برخه کې د بودیجې د یو مستقل کوډ جوړول جدي ضرورت دی

د وزیرانو شورا د بې ځایه شویو او بیرته راستنیدونکو چارو اجرائیوي کمیټې نن سې شنبه د ( سلواغې ۲۲ مه) د افغانستان اسلامي جمهوریت د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ سپېدار ماڼۍ کې غونډه وکړه.

په پیل کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو لپاره د بودیجې د مستقل کوډ د جوړېدو پر موضوع سکتوري وزارتونو ته راپور وړاندې کړ او زیاته یې کړه دوه وزارتونه اوس د کډوالو او بېرته راستنېدونکو لپاره د بودیجې مستقل کوډونه لري.

د غونډې په جریان کې د ژمنیو بېړنیو پېښو پر وخت د مرستو په تړاو راپور وړاندې شو، د راپور په اساس د ژمي په موسم کې د بېړنیو پېښو پر وخت د مرستو لپاره بودیجه نهایي او تصویب شوې ده.

د هېواد اجرائیه رئیس د کډوالو او بېرته راستنېدونکو په چارو کې د بودیجې د مستقل کوډ جوړېدل یو مهم ضرورت یاد کړ او د دې کوډ پر جوړېدو یې ټینګار وکړ.

ورپسې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما د ۲۰۲۰ کال کې د بشري مرستو په تړاو په خپل پلان راپور وړاندې کړ.

همدارنګه په ملګرو ملتونو کې د کډوالۍ عالي کمیسارۍ د کډوالو د وضعیت د پراختیا په تړاو د سعودي عربستان د مالي مرستې په تړاو راپور وړاندې کړ.

د غونډې په جریان کې همدارنګه د کډوالۍ د نړیوالۍ ټولنې د ژمنو له عملیاتي پلان نه پر استفادي راپور وړاندې شو.

اجرائیه رئیس د کډوالو لپاره د ښوونې او روزنې او روغیتا په برخه کې پر مرستو ټینګار وکړ او هم یې وویل، کډوالو ته د ښې رسېدنې لپاره دې دا موضوعات د د اضطرار کمیټې او اړونده مسولو ادارو په ناسته کې د بحث لاندې ونیول شي.