
د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن چهارشنبه د (سلواغې ۲۳ مه) په کابل کې د المان جمهوریت له سفیر پیتر پروګل سره په خپل کاري دفتر سپېدار ماڼۍ کې وکتل.
پدې لیدنه کې دواړه غاړو د سولې پر روانې پروسې، پدې برخه کې د المان جمهوریت د سهولتونو پر برابرولو او ولسمشریزو ټاکنو بحث او خبرې وکړې.
اجرائیه رئیس په افغانستان کې د المان له ګټور رول لوبولو او دلته د سولې او ثبات د ټنګولو لپاره د دې هېواد له هڅو قدردانی وکړ.