اجرائیه رئیس د هېواد له پخواني ولسمشر سره ولېدل

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن چهارشنبه د (سلواغې ۲۳ مه) د هېواد پخواني ولسمشر ښاغلي حامد کرزي سره په خپل کاري دفتر سپېدار ماڼۍ کې وکتل.

پدې لیدنه کې د سولې روانې پروسې پر وروستیو لاسته راوړنو او د هېواد په روان سیاسي وضعیت بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

د هېواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپلو خبرو کې هیله وښوده، چې د سولې روانې خبرې به د تاوتریخوالي په کمولو او په هېواد کې د اوږده جنګ د ختمېدو سبب شي.

دواړه سیاسي رهبرانو سوله د افغانانو له لومړیتوب څخه یاده کړه او هم یې پر دې ټینګار وکړ، چې د افغانستان اسلامي جمهوریت له خوا مرکچي پلاوی باید هر اړخیز او ټول منلی وي.