
د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن یکشنبه د ( سلواغي ۲۷ مه) وروسته له غرمې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د غوڅ ملاتړ له عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره په خپل کاري دفتر سپېدار ماڼۍ کې وکتل.
جنرال مېلر بروکسل ته د خپل وروستي سفر، د مونیخ په امنیتي ناسته کې د ګډون او وسله والو طالبانو سره د سولې په خبرو کې د لاسته راوړنو په تړاو معلومات وړاندې کړل.
دواړه غاړه سوله او امنیت د افغانانو او نړیوالې ټولنې له لومړیتوبونو څخه یاده کړه او پدې برخه کې د افغانستان د امنیت او ملي ګټو په خوندیتوب د روانو هڅو ملاتړ وکړ.
دواړه غاړو هیله وښوده، چې طالبان به له دې فرصت څخه ګټه واخلي او په هېواد کې به د سولې او امنیت سبب شي.