اجرائیه رئیس د افغانستان لپاره د بریتانیا له سفیرې سره ولیدل

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن یکشنبه د ( سلواغې ۲۷ مه) افغانستان لپاره د بریتانیا له سفیرې مېرمن الیسن بلیک سره په خپل کاري دفتر سپېدار ماڼۍ کې وکتل.

پدې لیدنه کې دواړه غاړو د سولې روانې پروسې پر لاسته راوړنو بحث او خبرې وکړې، اجرائیه رئیس سوله د افغانانو له بنیادي غوښتنو یاده کړه او د دې هڅو څخه یې ملاتړ وکړ.

همدارنګه پدې لیدنه کې پر ولسمشریزو ټاکنو هم بحث وشو، دواړه خواوو د وضعیت حساسیت ته په کتو ټاکنیزو شکایتونو ته د قانون او لویحو په رڼا کې په شفاف ډول پر رسېدنه ټینګار وکړ.