اجرائیه رئیس د امریکا سفارت له شارژدافیر سره وکتل

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن یکشنبه له غرمې وروسته په کابل کې د امریکا سفارت له شارژدافیر راس ویلسن سره په خپل کاري دفتر سپېدار ماڼۍ کې وکتل.

پدې لیدنه کې دواړه غاړو د سولې پر روانې پروسې او د سولې د هوکړه لیک پر ښه پلي کېدو بحث او خبرې وکړې.