سوله د افغانانو لومړیتوب دی

 

سپېدار ـ کابل: په افغانستان کې د پاېدارې او عادلانه سولې د ټنګښت لپاره د امریکا متحده ایالاتو او نورو نړیوالو همکارانو د هڅو او کوښښونو ستاینه کوو.

په تېرو څو ورځو کې د تاوتریخوالي د کمښت طرحې عملي جنبه خپله کړه او هم به د امریکا متحده ایالاتو او وسله والو طالبانو ترمنځ هوکړه لاسلیک شي، چې دا به بین الافغاني خبرو او په هېواد کې دایمي اوربند ته زمینه برابره کړي.

له ملي شخصیتونو او نړیوالو همکارانو، څخه مننه کوو، چې پر سولې د تمرکز کولواو له ټاکنو څخه د را منځته شوي ناورین د مهارولو لپاره یې زمینه برابره کړه.

د ځان او خپلو همکارانو له اړخه، د سولې له پروسې، د قوانینو له پلي کولو، د خلکو د پاکو رایو او د پلان شوي تقلب د مخنیوي له امله د ملاتړ ډاډ ورکوم.

 

ډاکټر عبدالله عبدالله

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس