د پښتون قوم مشرانو او زرګونه پښتنو په کابل کې د ( همه شموله) حکومت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ

په سپېدار ماڼۍ کې د پښتون قوم د بېلا بېلو ټبرونو مشرانو او غړو د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې د ډاکټرعبدالله عبدالله په مشرۍ د ( همه شموله) حکومت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

د افغانستان د سولې او ترقۍ اسلامي ګوند رهبر او د پښتون قوم مخور مشر حاجي عزیزالله دین محمد د زرګونه خلکو دې غونډه ته وویل، یوه مشخصه ډله هڅه کوي، چې د افغانستان خلک سره وویشي او له دې نامه په استفادې پکې خپله سیاسي ګټه وکړي؛ خو په خبره یې موږ به دا په عمل کې ثابتوو، چې د افغانستان قومونه یو والی لري، ورونه دي څوک یې نشي بېلولی او هم به د ثبات او همپالنې ټیم یو همه شموله او پراخ حکومت رامنځته کړي.

د هلمند ولایت پخواني والي او روحاني شخصیت شیرمحمد اخند زاده پدې غونډه کې وویل، خلکو تمه لرله، چې کمېسیون به بې طرفه عمل وکړي او د خلکو رایو ته به ارزښت ورکړي؛ خو برعکس د کمېسیون کمشنرانو د خلکو سره خیانت وکړ، چې هیڅکله به ونه بخښل شي.

نوموړي وویل، نړیوال باید پدې پوه شي، چې ډاکټر غني پر دیموکراسۍ او جمهوریت کودتاه کړې او د ټاکنو په پاکو او شفافو رایو د ثبات او همپالنې ټیم د بریا جشن لمانځي.

پدې غونډه کې د پښتون قوم بل مخور مشر، محمود سلیمانخیل وویل، د جمهوریت بقا د خلکو په پاکو رایو او ارادو پورې تړلې ده او یو مشخص ټیم دې هڅه نه کوي، چې جمهوریت د سول لاندې راولي، ډاکټر صیب عبدالله عبدالله د ټاکنو ګټونکی دی او مقابل ټیم دې په خپلو درغلیو سره ملک بحران ته نه بیایي.

د ولسي جرګې غړي الله ګل مجاهد وویل، د افغانستان خلک هیچاته اجازه نه ورکوي، چې په خلکو په زور حکومت وکړي او نه به مجاهدین چاته دا اجازه ورکړي، چې د تقلب پر مټ واک په زور په لاس کې واخلي، په پاکو او قانوني رایو د ثبات او همپالنې ټیم ټاکنې ګټلي او ولسونه یې په هر قیمت ملاتړ او دفاع کوي.

په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو پخواني استازي همایون همایون وویل، د ثبات او همپالنې ټیم د ټولو تبلغاتو او دسیسو پر وړاندې ودرېده، بریالی دی او اوس وخت رارسیدلی، چې ولسونه د ثبات او همپالنې ټیم د بریا جشن ونمانځي.

پدې غونډه کې، د احمدزیو د قوم مشر ښاغلي زمري احمدزي، فریدې مومند او مولوي شهزاده شاهدد د ثبات او همپالنې ټیم مشر او غړو ته د ۱۳۹۸ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د بریا مبارکي وویله او په هېواد کې د ټولو قومونو په یو والي او یو قوت جوړېدو یې ټینګار وکړ.

د افغان ملت ګوند رهبر او د ثبات او همپالنې ټیم اجرائیه رئیس ډاکټر انورالحق احدي، د غونډې له ټولو ګډونوالو او په ټاکنو کې دې ټیم ته د رایه ورکونکو مننه وکړه او هم یې ژمنه وکړه، چې په پوره توان سره به د همه شموله حکومت په چوکاټ کې د افغانستان د خلکو خدمت وکړي.

ښاغلي احدي وویل، حکومت له خلکو جوړ دی او د خلکو په خوښه به کار کوي او همدارنګه به د همه شموله حکومت په دوره کې د قومونو ترمنځ شته فاصله صفر ته راکمه او د ملي یوالي روحیه به قوي کړي.

په وروستیو کې د ثبات او همپالنې ټیم رهبر ډاکټرعبدالله عبدالله د خلکو له پراخ ګډون او ملاتړ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، افغانشتان د ټولو شریک کور دی، یو والی او د یو بل منل د هېواد د پرمختګ یواځینۍ لار ده، چې موږ د یو پرمختللي افغانستان د جوړېدو لپاره متحد یو.