د هلمند پر ننۍ پېښه د اجرایوي رییس د خواخوږۍ پيغام

له بده مرغه چې په هلمند کې نن یو ځل بیا د افغانستان دښمنانو په یوې بزدلانه او وحشیانه کړنې سره زموږ یوشمېر هېوادوال په وینو ورنګول.

تور زړو دښمنانو له یوې مازدا موټر نه په ګټنې سره د هملند د ولایت مقام مخې ته ځانمرګی برید وکړ، چې په کې زموږ اوه تنه هېوادوال شهیدان او لسګونه نور ټپيان شول.

دا برید د دې ښودنه کوي، چې لا هم مخالفانو د افغانستان د بې ګناه خلکو وینې ارزښت نه لري. د سولې خبرې اترې یوازې له هغو کسانو سره امکان لري، چې له جګړو، وژنو او وینې تویېدو لاس واخلي. په دې ډول وحشیانه عملونو سره هيڅوک نشي کولای، چې امتیاز ترلاسه کړي.

که مخالفان سوله غواړي، باید لومړی له دې ډول وحشیانه او ترهګریزو کړنو لاس واخلي او دا یقیني کړي چې مظلوم او بېګناه وګړي نه وژني. که هر څوک له دې ډول فعالیتونو څخه د امتیاز اخیستلو هڅه کوي، تېروتي دي. افغانان یوه باعزته او تلپاتې سوله غواړي، داسي سوله، چې ارزښتونه او لاسته راوړنې پکې قرباني نشي او ملت ته خوښي راوړي،  خو د سولې په بدل کې هېڅ ډول معاملې ته چمتو نه دي.

زه د هلمند نننۍ خونړۍ پېښه په کلکه غندم. دا ډول پېښي په اوسنیو شرایطو کي د سولي له پروسې او پیل شویو هڅو سره مرسته نه کوي. نشي کېدای چې څوک دې هم د سولې خبرې وغواړي او هم دې د افغانانو وژلو ته دوام ورکړي. په داسې کړنو هېڅوک خپلو موخو ته نشي رسېدلای. موږ اوس هم په سولې ټینګار کوو او هغه د افغانانو یوه حیاتي اړتیابولو؛ خو دا سوله باید په هېواد کې د خلکو د راحتۍ او د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو لامل شي.

د نننۍ پېښې شهیدانو ته د جنت فردوس، ټپيانو ته د بېړنۍ روغتیا او کورنیو ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوم.

 

ډاکټر عبدالله عبدالله

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي رییس