اجرائیه رئیس د امریکا دفاع وزارت کي د سرتیرو په یاد جوړه سوې غونډه کي اشتراک وکړی

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن دوشنبه د امریکا د دفاع وزارت کي د سرتیرو په یاد جوړه سوې غونډه کي ګډون وکړی.

په دې غونډه کي د جمهور رئیس او اجرائیه رئیس ترڅنګ د افغانستان لوړپوړي نظامي او ملکي هیئت، د امریکا دفاع وزیر، خارجه وزیر او لوړپوړو نظامي قومندانانو ګډون کړی و.

د امریکا دفاع وزیر اشټون کارټر دې غونډه کي د هغو سرتیرو یادونه وکړه، چي د تیرو ۱۴ کالو په اوږدو کي یې د افغانستان په مختلفو برخو کي خدمت کړی دی.

نومړي وویل، چي په دې موده کي 2215 امریکايی سرتیري په جنګ کي وژل سوي او لوی تعداد نور یې زخمیان سوي، چي دا قربانۍ په افغانستان کي د امن سبب سوي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف اغني د افغانستان د هیئت او خلکو په استازیتوب د امریکا له پوځ او ولس څخه د تیري لسیزي په اوږدو کي د کړو کومکونو له خاطره مننه وکړه.

نوموړي وویل، په افغانستان کي د امریکايي سرتیرو قربانۍ او د امریکا د خلکو مرستي یو بنیادي تغیر راوستلی او حالات مثبت لوري ته روان دي.

جمهور رئیس زیاته کړه، چي دده او اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله په مشرۍ د ملي یووالي حکومت ژمن دی، چي له نړیوالو سره کړي ژمني به پوره کوي او په جدي توګه به د فساد او تروریزم پر ضد مبارزه کوي.

نوموړي همداراز وویل، چي هیواد یې د تروریزم قرباني دی، خو دا قرباني هیڅ کله دوی د تروریزم سره له مقابلې نه راګرځوي او په قوي توګه به ددې خطر په مقابل کي مبارزه کوي.