اجرائیه رئیس د غزني په کرکټ میدان کي چاودنه په کلکو ټکو وغندل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په غزني کي ننۍ چاودنه، چي پکښي شپز کوچنیان شهیدان او لس نور زخمیان سول په سختو ټکو وغندل.

د افغانستان د خلکو دښمنانو په ننۍ چاودني سره- چي د کرکټ لوبي په میدان کي وسوه- یو ځل بیا دا په ډاګه کړه، چي دوی ددې خاوري د هیڅ بچي پر وژلو درېغه نه کوي.

دوی یو ځل بیا خپله بدرنګه څېره د افغانستان خلکو او نړۍ ته وښوول او په دې عمل سره یې خپله دایمي دښمني یو ځل بیا تازه کړه.

دا ډول پېښي په هیڅ توګه د افغانیت، انسانیت او مذهب کار نه دی، بلکه د ټولو بشري او جهاني اصولو او مقرراتو خلاف د رټل سوو، خود خواه، مردودو، منفورو او پردو خوښو اشخاصو فعالیت دی، چي همېشه یې ددې خاوري د اوسېدونکو په حق کي سرته رسولي دي.

اجرائیه رئیس د پېښي شهیدانو ته فردوس جنت، زخمیانو ته عاجله شفا او قربانیو کورنیو ته جمیل صبر غواړي.