د ثور د اتمې د ویاړلې ورځې په ویاړ د اجرایوي رییس پيغام

اتم د ثور د افغانستان په معاصر تاریخ کې یوه نه هېرېدونکې ورځ ده. له نن نه ۲۳ کاله وړاندې په همدې ورځ د افغان ملت سپېڅلي جهاد پایله ورکړه. د شهیدانو وینو رنګ راوړ او د وخت زبر ځواک په ګونډو شو.

د افغان مجاهدینو سپېڅلي جهاد وکولای شول، نه یوازې دا چې افغانستان د سرو یرغلګرو له یرغله خلاص کړي، بلکې د منځنۍ اسیا هېوادونه یې هم د یرغلګرو له منګلو نه د ازادۍ تر بریده ورسول. دا زرینه ورځ به د تل لپاره د افغانستان په تاریخ کې په زرینو کرښو لیکل شوې وي.

 

هر کال له دې ویاړلې ورځ نه ښه نمانځنه او یادونه د هغو میلیونه شهیدانو د یاد تازه کول او ورته احترام کول دی، چې د افغان ملت په سپېڅلي جهاد کې یې د شهادت جامونه نوش کړي دي.

د ازادۍ ترلاسه کول او د یرغلګرو ماتې د هغو میلیونونه افغانانو د قربانیو پایله او ثمره ده، چې په تش لاس یې د یرغلګرو خلاف په مبارک جهاد لاس پورې کړ. په میلیونه کسان شهیدان شول، معیوب شول او په میلونونو نور له هېواد کډوالۍ ته اړ شول، چې یوشمېر يې لا تر اوسه هم په بهرنیو هېوادونو کې د کډوالۍ سختې شپې ګالي.

افغان حکومت او افغان ملت به د تل لپاره د دې سترې معنوي پانګې ارزښت ساتي. ځکه جهاد او د جهاد پایله د ټول افغان ملت ارزښتونه دي او په ټول افغان ملت پورې اړه لري.

زه یو ځل بیا د دې سترې او ویاړلې ورځې مبارکي ټول افغان او مجاهد ملت ته وړاندې کوم. موږ باید له دې سترې ورځې نه زده کړه وکړو او د پرمختګ، یووالي، ثبات او سوکالۍ په لور ګامونه واخلو.

تل دې وي د افغانستان خپلواکي

ډاکټر عبدالله عبدالله

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي رییس