وزیرانو شورا خپله نوبتي ناسته وکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت خپله نوبتي ناسته د د دوشنبې په ورځ ( ۹ وری ۱۳۹۵ ) د هېواد د اجرایوي رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ وکړه. اجرایوي رئیس په خپلو لومړنیو خبرو کې لومړی د ۱۳۹۵ کال له امله مبارکي وویله او هیله یې وښوده، چې دغه کال د نیکمرغۍ او سعادت کال وي.

وروسته هغه د لاهور خونړۍ پېښه، چې د یوشمېر زیاتو خلکو د وژنې او ټپي کېدو لامل شوه، په کلکه وغندله او له ترهګرۍ سره یې د پاکستان په جدي او رښتینې مبارزې ټینګار وکړ.

اجرایوي رئیس همدرانګه په بروکسل کې هم ترهرګریز بریدونه هم وغندل او د نړۍ په کچه یې له نوزو ګواښونو بحث وکړ، هغه ټینګار وکړ، چې دې ګواښونو ته رسیدګي د هېوادونو ترمنځ د ډېرو همکاریو غوښتنې ده.

اجرایوي رئیس زیاته کړه، چې د بروکسل د پېښو د عاملانو په نیولو کې یو تن هغه څوک دی، چې پر ملي اتل احمد شاه مسعود شوي ترهګریز برید کې یې لاس درلود.

هغه سره له دې چې پر احمدشاه مسعود شوی برید یې د دې بریدونو لومړنی ډول وباله ویې ویل: ترهګریزې ډلې په هېڅ جریان او حکومت رحم نه لري، بلکې د خلکو او حکومتونو دښمنان دي.

اجرایوي رئیس همدارنګه د ۲۰۵ اتل قول اردود مرستیال جنرال خان اغا اڅکزي د شهادت له امله افغانانو او د هغه کورنۍ ته تسلیت ووایه.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په داسې حال کې چې د ترهګرۍ خلاف په روزګان ولایت کې یې د هېواد د امنیتي ځواکونو له زړورتیا او سرښندنې نه ستاینه وکړه ویې ویل: د روزګان په چهارچینو ولسوالۍ کې د کومانډو ځواکونو په برید سره وضعیت د امنیتي ځواکونو په ګټه بدلون کړی او دښمن ته ډېر تلفات اوښتي دي.

اجرایوي رئیس د کورنیو چارو وزارت سرپرست ته هدایت ورکړ، چې د غزني له امنیه قوماندان سره اړیکه ونیسي، د لاریونونو څرنګوالی، د خلکو د نارضایتۍ لامل او د خلکو د رضایت لپاره حل لاره ولټوي.

اجرایوي رئیس همدرانګه د کورنیو چارو او حج او اوقافو وزارتونه موظف کړل، چې د مرنجان تپې په څنډو کې د کورنیو چارو وزارت په شته کمپ کې د حاجیانو د راټولېدو د مرکز جوړېدو په اړه ناسته وکړي او د توافق په صورت کې دې دغه کمپ د حج او اوقافو وزارت ته وسپارل شي.

هغه همدرانګه د ښاري او کرنیزې پراختیا د پروګرامونو پيلول د افغانانو او د ژوند د بهبود لپاره ښه خبرونه وبلل.

اجرایوي رئیس د هېواد یوه ملي لوبډلې ویسټ انډیز پر وړاندې د هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې د بریا ستاینه وکړه او ټولو افغانانو ته یې د هغې مبارکي وویله.

اجرایوي رئيس له لومړنیو خبرو وروسته د وزیرانو شورا اجنډا په لاندې ډول اعلان کړه.

۱. امنیتي رپوټ؛

۲. په کابل کې د تاجکستان د سفارت د امنیت د تامین او په کندوز او بدخشان کې د قونسلګریو د پرانستې په اړه د امنیتي ادارو او بهرنیو چارو وزارت ګډ رپوټ.

۳. د ښاروالیو د صنفي جوازونو د مقررې پیشنهادي طرحه؛

۴. کندوز د وروستیو جګړو له امله د ملکي زیانونو او اوښتې خسارې رپوټ؛

۵. د تاجکستان د بدخشان ولایت د سرریز بند له احتمالي خطرونو څخه د بهرنیو چارو وزارت رپوټ؛

۶. د ناپروسس شویو لرګیو د وخت غځېدل، هېواد نورو سیمو او له هېواده بهر ته د کونړ د لرګیو صادرېدل او په د کونړ د ځنګلونو په شمول په نورو ولایاتو کې د مېوه لرونکیو ونو د وهلو مخنیوی؛

۷. د روږدو مېرمنو او ماشومانو د درملنې په موخه د 300 بستریز مرکز د جوړېدو لپاره، د جنګلک د تصدۍ له سیمې څخه د درې جریبه ځمکې لېږدل او د دې مرکز د بودیجې د طرحې تاییدول.

د وزیرانو شورا د اجنډا له مخې، د ملي دفاع وزارت مرستیال د هېواد وروستی امنیتي وضعیت تشریح کړ او په یوشمېر ولایاتو کې یې د دښمن له ګواښونو او تحرکاتو خبر ورکړ. هغه ټينګار وکړ، چې دا تحرکات په هېڅ ډول د اندېښنې وړ نه دي او د هېواد امنیتي ځواکونه په ځانګړي ډول افغان ملي اردو په لوړ مورال او بې ساري شهامت سره د دښمن ګواښونو ته ولاړ او د تعرض په حال کې دي.

هغه د روزګان په چارچینو او دهراوت ولسوالیو کې د سترو عملیاتو له پيلېدو خبر ورکړ او د نورستان په دواب ولسوالۍ کې یې د خلکو د پاڅون ستاینه وکړه. د ده په وینا، یادوسیمو ته مرستندویه ځواکونه رسېدلي او لازم اکمالات ورته شوي دي.

د اجرائیه ریاست دویم مرستیال استاد محمد محقق په خپلو خبرو کې د هېواد په مرکزي سیمو د طالبانو او داعش په ګډون د وسله والو مخالفانو د تحرکاتو، نفوذ او نقلیه وسایطو د انتقال په اړه، خپله اندېښنه شریکه کړه.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله له امنیتي مسولانو وغوښتل، مخکې له دې چې لاره پرانستل شي او مخالفان خپل وسایط ولېږدوي، باید د دې ډلو د ځپلو لپاره جدي اقدامات وشي.

د اجنډا له مخې د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیر محمد خان په کابل کې د تاجکستان د سفارت د امنیت په اړه او په بدخشان او کندوز کې یې د قونسلګریو د تړلو اړوند د تاجکستان د اندېښنو په اړه رپوټ وړاندې کړ.

هغه وویل، د دې ستونزې د حل او د تاجکستان د چارواکیو د اندېښنو کمولو لپاره، یو پلاوی ټاکل شوی، چې د امنیتي ادارو، بهرنیو چارو وزارت او د تاجکستان سفارت له مسوولانو سره په همغږۍ دا مسال له نېږدې وڅېړي او د تاجکستان د سفارت او قونسلګریو د امنیت د تامین لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.

د هېواد اجرایوي رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د دې مطلب د بیان ترڅنګ، چې په هېواد کې د ټولو سفارتونو او قونسلګریو د امنیت تامین د افغان دولت دنده، امنیتي مسوولانو ته هدایت ورکړ ،چې د سفارتونو او قونسلګریو د امنیت لپاره لازم اقدامات وکړي.

وروسته د کابل ښاروالۍ د سرپرست له لوري د ښاروالۍ د صنفي جوازونو د مقررې وړاندیز شوې طرحه وړاندې شوه. هغه د دې طرحې د جوړېدو موخه په کابل او ولایاتو کې د ښاروالۍ د محصول کمښت یاد کړ او ویې ویل: مخکې د ښاري خدماتو د محصول قانون تعدیل، په وزیرانو شورا کې تصویب او د ولسمشر له لوري تر منظورۍ وروسته په رسمي جریده کې خپور شوی و. خو د صنفي جواز د قیمت د کمولو لپاره، کابل ښاروالۍ د صنفي جواز قیمت را ښکته کړی. د دې تعدیل شوي قانون له مخې ښاروالۍ کولای شي، چې له مالیې وزارت سره په تافق په محصولاتو تجدید نظر وکړي.

وزیرانو شورا له بحث او د نظریاتو له اریه کولو وروسته د ښاروالۍ له لوري وړاندې شوې طرحه تصویب کړه.

په اجنډا کې بله د بحث وړ مساله کندوز ته د وروستیو جګړو له امله د اوښتو زیانونو مساله وه، چې د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د سرپرست له لوري وړاندې شوه. هغه وویل، ټاکل شوي پلاوي وړاندیز کړی، چې په کندوز کې د ویجاړو شویو ادارو د بیارغونې لګښت دې، د دولت د تعهد پر اساس، له ځانګړې بودیجې نه چې د کندوز د دولتي ادارو د رغونې لپاره شتون لري، ولګول شي.

په همدې حال کې د مالیې وزارت مرستیال وویل، چې په کندوز کې د ویجاړو شویو دولتي ادارو د رغونې لپاره، لازمه بودیجه په کې واک لري او د اړوندو ادارو او وزارتونو په وړاندیز سره به همکاري وکړي.

د طبیعي او امنیتي پېښو له ټپيانو او شهیدانو له کورنیو سره د مرستې لپاره د یوه او ځانګړي طرزالعمل جوړول، د وزیرانو شورا د بحث بله مساله وه.

په همدې حال کې د هغو ادارو د مسوولانو ستاینه، چې له طالبانو څخه د کندوز د ازادېدو سره سم ښار ته ننوتلي او په فعالیت يې پيل کړی، د وزیرانو شورا د اجنډا بله مساله وه، چې د وزیرانو شورا د مشر او غړو د تایید وړ وګرځېده.

اجرایوي رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د ټولو ملکي ادارو له مسوولانو وغوښتل، چې په کندوز کې د خپلو اړوندو ادارو د جوړولو او رغولو لپاره خپل وړاندیزونه په یوه اونۍ کې مالیې وزارت ته وسپاري. هغه ټینګار وکړ، لومړیتوب به هغو ادارو ته ورکړل شي، چې بیارغونې ته عاجله اړتیا لري او چارې یې له ستونزو سره مخ شوي دي. اجرایوي رئيس همدارنګه هدایت ورکړ، چې د شهیدانو له کورنیو او ټپيانو سره نغدي مرستې وشي او د هغو مسوولانو لپاره دې هم چې په کندوز کې یې سرښندنې کړي، ستاینلیکونه او نقدي مرسته ورکړل شي.

د وزیرانو شورا د اجنډا له مخې، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د تاجکستان په بدخشان ولایت کې د سرریز بند د احتمالي ګواښونو په اړه رپوټ وړاندې شو او شورا پرې بحث وکړ.

د دې ګزارش له مخې، سره له دې چې د هر ډول فوري او احتمالي ګواښ رامنځته کېدل رد شوي؛ خو بیا هم د احتیاطي تدابیرو د نیول توصیه وشوه.

په رپوټ کې راغلي: هغو څېړنو او ارزونو چې په تېر کال کې ترسره شوي د دې طبیعي بند پر پیاوړتیا ټینګار کوي. خو د شدیدې زلزلې په رامنځته کېدو سره، د افغانستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان کابو اوه میلیونه وګړي له ګواښ سره مخامخېږي، چې له دې ډلې یو نیم میلیون وګړي افغانان تشکیلوي.

په دې ناسته کې ټینګار وشو، څو د تاجکستان له مقاماتو څخه اول لاس، کره او دقیقه معلومات ترلاسه شي. وروستۍ زلزلې او پر دې بند یې اغېزې باید په دقیق ډول مطالعه او وارزول شي. د نړیوالو موسسو څېړنې او مطالعې باید روښانه شي. د تاجکستان له لوري د خبرداري ورکولو شبکه باید له افغانستان سره شریکه شي، څو افغانستان هم د هر ډول احتمالي بدلونونو څخه خبر شي.

په پای کې اجرایوي رئیس هدایت ورکړ، چې د بهرنیو چارو وزارت او نورو اړونده ادارو له لوري جوړ یو پلای د ډېرو څېړنو او همغږۍ لپاره تاجکستان ته لاړ شي، څو د تاجکستان له لوري د خبرداري ورکولو له نظام څخه د ګټنې زمینه برابره شي.

په کونړ کې د هېواد نورو ولایاتو او له هېواده بهر د ناپروسس شویو لرګیو د صادرېدو او په نورو ولایتونو کې د مېوه لرونکیو ونو د وهلو مخنیوی، د وزیرانو شورا د اجنډا بله برخه وه، چې د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد له لوري وړاندې شوه.

در این گزارش، از قطع جنگلات و قاچاق چوب در ولایت کنر به شدت نگرانی شد و تصریح گردید که حلقات معلوم الحالی در عقب این ماجرا دست دارند.

همدارنګه د شپږ میلیونه فوټه لرګیو شتون، چې له څو کلونو راهیسې په کونړ کې دي او د نورو ځنګلونو د وهلو د مخنیوي لپاره د هغو لېږدول د دولت له لوري درول شوي، اوس د ضایع کېدو له ګواښ سره مخ دي، چې ملت او دولت ته به ستر زیان واړوي او باید په دې برخه کې لازم تدابیر ونیول شي.

وزیرانو شورا په دې ولایت کې د ځنګلونو د پرې کولو او د لرګیو له قاچاق د مخنیوي لپاره د امنیتي ادارو ترمنځ همغږي مهمه وبلله او ټينګار وشو، چې له دې اقدماتو سره همزمانه باید، د ځنګلونو د نه وهلو او د لرګیو د قاچاق د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي کمپاین هم د رسنیو او دیني عالمانو له لارې پیل شي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي رئیس داکټر عبدالله عبدالله وویل: د دې ستونزې د حل لپاره باید یو ځانګړی طرزالعمل جوړ شي، چې له مخې یې له یوې خوا له موجوده لرګیو څخه نورو ولایاتو ته د لېږد زمینه برابره شي او له بلې خوا، د ځينو استفاده جو ډلو د ځنګلو د پرې کولو او قاچاق مخنیوی وشي.

همدارنګه پرېکړه وشوه، چې د کونړ له سیمه ییزو چارواکیو، امنیتي موجودو ادارو او کرنې وزارت سره په همغږۍ او همکارۍ، په کابل ډول د ځنګلونو د وهلو او د لرګیو د قاچاق پروسه ودروي.

د روږدو مېرمنو او ماشومانو د درملنې په موخه د 300 بستریز مرکز د جوړېدو لپاره، د جنګلک د تصدۍ له سیمې څخه د درې جریبه ځمکې لېږدل او د دې مرکز د بودیجې د طرحې تاییدول، د وزیرانو شورا د اجنډا وروستۍ د بحث وړ مساله وه.

د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز په دې اړه د خپل رپوټ د وړاندې کولو پر مهال وویل، چې له پنځو کلونو را په دې خوا دې روغتون فعالیت لاره؛ دمګړۍ او نارینه روږدو ته د فینیکس کمپ له ځانګړې کېدو وروسته، ایجاب کوي، چې ښځې او ماشومان هم په دې روغتون کې تر درملنې لاندې ونیول شي.

هغه له اجرایوي رئیس او وزیرانو شورا وغوښتل، چې د جنګلک له سیمې څخه دې د درې جریبه ځمکې د بېلېدو امر ورکړي، څو په کې د روږدو ښځو او ماشومانو لپاره روغتیايي مرکز جوړ شي. په عین حال کې یې بودیجه منظور او مالیې وزارت ته هدایت ورکړي، څو د تمویل په برخه کې یې اقدام وکړي.

اجرایوي رئیس پرېکړه وکړه، څو روغتیا وزارت روغتیا وزارت له دوه نیم جریبه ځمکې څخه د دې روغتون ودانۍ کې په قرار لري او فعالیت کوي، ګټنه وکړي او د خپلو عاجلو ستونزو د حل لپاره دې په واک کې له شته بودیجې ګټه واخلي او د مالي کالي په نیمايي کې د ارزونې پر مهال دې پاتې لګښت د مالیې وزارت له لوري ورکړل شي.