د وزیرانو شورا نوبتي غونډه د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله په مشرۍ جوړه سوه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د وزیرانو شورا نوبتي غونډه د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ نن دوشنبه په سپېدار ماڼۍ کي جوړه سوه.

اجرائیه رئیس غونډي ته په پیلیزه وینا کي وویل، چي هیوادوالو ته د جهاد د بریا د ۲۴ مي کلیزي د رارسېدو له خاطره مبارکي وايي او ددې پړاو ټولو شهیدانو ته د خدای له درباره جنت غواړي.

هغه وویل، چي د هیواد او خلکو دښمنانو د تیري اوونۍ په ترڅ کي د هرات ولایت په مربوطاتو کي د څارنوالۍ رئیس سمیع الدین رحیم په شهادت ورساوه او همداراز د اباسین په نوم یو ماشوم د سړي تښتوونکو لخوا شهید سو.

نوموړي دواړو شهیدانو ته د دعا ترڅنګ وویل، چي ملي امنیتي ځواکونو د دواړو پيښو عاملین نیولي او د هیواد عدلي او قضايي ارګانونه به یې په لنډ کي وخت کي د خپلو اعمالو په سزا ورسوي.

ډاکټر عبدالله عبدالله زیاته کړه، چي د کارګرو د ورځي له خاطره د هیواد ټولو ستړو او زحمت کښو کارګرانو ته د یادي ورځي مبارکي وايي او ټولو وزیرانو ته یې سپارښتنه کوي، چي له خپلو خپلو برخو کي د کارګرو د ژوند او وضعیت د بهترۍ لپاره تلاښونه زیات کړي.

اجرائیه رئیس د ملګرو ملتونو وروستي راپور ته په اشارې سره وویل، چي افغان حکومت د کوچنیانو د وضعیت په ښه کېدلو کي اساسي ګامونه پورته کړي او په دې برخه کي د خاصو کمېټو کارونه د یادوني وړ دي، چي سوي او لا هم په جریان کي دي.

هغه زیاته کړه، چي پلان وو، نن ورځ د پاکستان د لومړي وزیر په رسمي بلنه هغه هیواد ته سفر وکړي، خو په کابل کي د وروستۍ ترورستي پېښي وروسته یې دغه سفر ځنډولی دی.

نوموړي همداراز د خپلو راتلونکو سفرونو په اړه هم خبري وکړي. هغه وویل، چي په روانه میلادي میاشت کي به تاجکستان ته د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د هوکړه لیک د لاسلیک، د چین ولسي جمهوریت ته د هغه هیواد د حکومت په رسمي بلنه او او د ترکیې جمهوریت ته د بشر دوستانه کارونو په نړیوال کنفرانس کي د ګډون لپاره سفرونه ولري.

اجرائیه رئیس یادونه وکړه، چي افغان ملي امنیتي ځواکونو د تیرو اوونیو په اوږدو کي د هیواد په مختلفو برخو کي لوی تعداد لاسته راوړني درلودې او د خلکو او خاوري د دښمنانو لویه برخه پلانونه یې شنډ کړي دي.

هغه وویل، موږ سره له دې، چي له خپلو ملي امنیتي ځواکونو څخه د هغوی د سرښندونو او قربانیو له خاطره مننه کوو، د هغوی تر شا ولاړ یو او په تمامه معنی یې ملاتړ کوو.

د وزیرانو شورا ننۍ غونډي ته د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو مرستیالانو د هیواد د امنیتي وضعیت په اړه معلومات ورکړل او وویل، چي د هیواد په مختلفو ولایتونو کي د افغان ځواکونو محاربوي او چاڼیز عملیات دوام لري، چي پرمهال یې په سلګونه ترورستان وژل سوي او ګڼ شمېر نور زخمیان سوي دي.

هغوی زیاته کړه، چي ددغو عملیاتو پر مهال د مخالفو وسلوالو لوی تعداد پلانونه شنډ سوي او د ګڼ شمېر افغانانو د بې ځایه وینه تویندني څخه مخنیوی سوی دی.

د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د مرستیالانو په خبره، چي د خلکو او خاوري دښمنانو په ټولو ساحو کي ماته خوړلې او د مخامخ جګړې توان یې کاملاً له لاسه ورکړی دی.

په غونډه کي وروسته له انالوګ څخه ډیجیټل نشراتي سسټم ته د هیواد تلویزونونو د سسټم په اړه د اجرائیه ریاست د لومړي مرستیال انجینر محمد خان په مشرۍ د ټاکل سوي کمېسون د کار راپور واورول سو.

ښاغلي محمد خان د غونډي برخوالو ته وویل، چي دوی له اړوندي کمېټې د تیرو اوونیو په اوږدو کي د یادي موضوع په اړه هر اړخیزه څېړنه او کار وکړی او بلاخره دې نتیجې ته ورسېدل، چي په یاده برخه کي د افغانستان ملي راډیو تلویزون، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ او اطلاعاتو فرهنګ وزارتونه بارزه ونډه لري او هغوی باید ددې پروسې اصلي شریکان او تنظیموونکي واوسي.

په غونډه کي تر بحثونو وروسته فیصله وسوه، چي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت دي له اړوندو حکومتي او غیر حکومتي ادارو سره د تلویزوني نشراتو د ډیجیټلي کېدو په اړه چټک اقدامات وکړي او کاري راپور دي وزیرانو شورا ته وړاندي کړي.

د وزیرانو شورا په ننۍ غونډه کي همداراز د ودونو د هغو سالونونو په اړه بحث وسو، چي د هوايي ډګر پر اتیا متره سړک باندي واقع دي او یوه زیاته موده یې حکومت ته مالیات نه دي وکړي.

د اړوندو اداراتو مسؤلینو وویل، چي ددې هوټلونو مالکینو ته یې څو ځله خبر ورکړی، ولي له څو محدودو هغو پرته نورو یې هیڅ راز اقدام نه دی کړی.

ددې موضوع په اړه د اړوندو دوایرو تر نظریاتو اورېدلو وروسته پرېکړه وسوه، چي د یادو سالونونو مسؤلینو ته د وروستي ځل لپاره خبر ورکړل سي او د هغوی د بې غوري په نتیجه کي یې هوټلونه وتړل سي.

د نن ورځي په غونډه کي د اجنډا سره سم د پوهني، د کلیو د پراختیا او بیارغوني او د شهیدانو ،معلولینو، کار او ټولنیزو چارو وزارتوونو د د ۱۳۹۴ لمریز کال کاري راپورونه او د ۱۳۹۵ لمریز کال لپاره د یادو وزارتونو کاري پلانونه وړاندي سول.

د پوهني وزیر ډاکټر اسدالله حنیف بلخي د وزیرانو شورا غونډي ته وویل، چي د تیر کال په ترڅ کي د هیواد په کچه د پوهني وضعیت ښه سوی او په ټوله کي د تازه شموله زدکوونکو تعداد هم زیاد سوی دی.

هغه زیاته کړه، چي هیواد په کچه یې د تدریسي وضعیت د بهترۍ لپاره پر عالي دارالمعلمینونو او د ښوونکو د روزني برخي ته توجه زیاته کړي او هڅه کوي، چي له دې برخه کي پرتې ستونزي له منځه یوسي.

نوموړي یادونه وکړه، چي د پوهنیز بهیر د کیفیت د بهترۍ لپاره یې په ټول هیواد کي څارونکي پلاوي تعین کړي، چي د ولایتونو د مراکزو ترڅنګ به د ولسوالیو له ښوونیز او پوهنیز بهیر څخه لیدنه کوي.

د هغه په خبره، چي سږ کال یې د درسي نصاب د اصلاح لپاره هم ګامونه اخستي او هڅه کوي، چي ددې اصلاح ترڅنګ د مسلکي ښوونکو په برخه کي موجود کمښت هم له منځه یوسي او په لومړي ګام کي ۱۲۰۰۰ نوي ښوونکي د ازادي سیالۍ له لاري استخدام کړي.

ښاغلي بلخي یادونه وکړه، چي په ليري پرتو او نا امنه سیمو کي د ښوونکو او په خاصه توګه د ښځينه معلمینو لپاره یې امتیازي تنخواګاني هم په نظر کي نیولي، څو له دې طریقه په لیري او ناامنه ساحو کي د ښوونکو د کمښت ستونزه حل کړي.

د پوهني وزیر وویل، چي د سږ کال لپاره د تدریسي نصاب ټول کتابونه لري او له دې ناحیې یې اړتیا پوره ده، ولي لا هم ضرورت دی، چي یو شمېر لیري ولایتونو د درسي نظام ټول کتابونه ولېږل سي.

د نوموړي په خبره، چي له دې وروسته به هر کال څه باندي ۴۰ میلیونه تدریسي کتابونو ته اړتیا ولري او کار کوي، چي دغه کتابونه د هیواد په داخل کي چاپ سي.

هغه وویل، چي په ۱۳۹۵ لمریز کال کي به یې د کار ډېره توجه د اصلاحاتو پروسې ته وي، څو د تعمیراتو، قوانیونو، تدریسي نصاب او مقرریو په برخه کي اساسي سمونونه رامنځ ته سي.

د سواد زدکړي کورسونو معیاري کول، د پوهني لپاره د ټولني د ملاتړ د جلب په هدف د عامه پوهاوي کمپاینونه، له اړوندو وزارتونو ته د هوکړه لیکونو لاسلیک او د ښوونکو د ظرفیتونو د لوړولو په هدف د روزنیزو کورسونو جوړېدل هغه کارونه دي، چي د پوهني د وزیر په وینا په روان لمریز کال کي به ورته لومړیتوب ولري.

د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال استاد محمد محقق وویل، چي د تیرو کلونو په اوږدو کي فیصله سوې وه، چي د مکتب په درسي نصاب کي باید د اهل تشیع هیوادوالو لپاره هم د دیني برخي ځانګړي مضمونه وجود ولري او کتابونه یې مکاتبو انتقال سي.

نوموړي همداراز زیاته کړه، چي همدا مهال یو لوی تعداد ښوونځي تعمیرونه نه لري او زدکوونکي تر خیمو لاندي زدکړي کوي، چي باید دغه برخه کي د پوهني وزارت توجه زیاته کړي.

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د پوهني وزارت د فعالیتونو د ستایني ترڅنګ وویل، چي دغه وزارت دي د ۱۳۹۵ لمریز کال په کاري پلان کي مسلکي او تخنیکي زدکړو ته پاملرنه زیاته کړي او همداراز دي د سواد زدکړي پروګرامونو د عامېدو لپاره سرتاسري پلانونه او پروګرامونه پلي کړي.

هغه زیاته کړه، چي د سواد زدکړي لپاره لا هم په ملي کچه اساسي کار نه دی سوی او هدایت یې وکړی، چي د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال استاد محمد محقق په رهبرۍ دي، د پوهني، کار او ټولنیزو چارو، سیمه ییزو ارګانونو، حج و اوقاف او اطلاعاتو فرهنګ وزارتونو ګډه کمېټه جوړه سي.

د نوموړي په خبره، چي دغه کمېټه دي په دې برخه کي ټولي اړیني لاري وسنجوي او د یوه منظم پلان او طرحي سره دي د وزیرانو شورا ته خپل راپور وړاندي کړي، څو د هماغه نتایجو پر اساس د سواد زدکړي لپاره ملي پروګرام او د عامه پوهاوي کمپاین پیل سي.

ډاکټر عبدالله عبدالله یادونه وکړه، چي یاده کمېټه دي د غیر دولتي مکاتبو او تعلیمي ادارو له اتحادیو سره هم وګوري او د هغوی ټولو ستونزو او ننګوونو ته دي د قانون سره سمي حل لاري ومومي.

هغه همداراز وویل، چي په ښوونځیو کي دي د نشه يي توکو، د کر، قاچاق او استعمال د اضرارو په اړه هم زدکوونکو ته زدکړه ورکول سي، څو دغه چاره په ټولو برخو کي له لازمي توجه برخمنه سي.

اجرائیه رئیس وړاندي زیاته کړه، چي د پوهني وزارت دي د هغو تعداد زدکوونکو لپاره چي له بهرنیو هیوادونو افغانستان ته ستنیږيي، ستونزو ته هم رسیدګي وکړي او په مکاتبو کي یې د شمولیت او تحصیلي اسنادو د تر لاسه کېدو لپاره لازمي اسانتیاوي رامنځ ته کړي.

د نن ورځي په جلسه کي همداراز یادونه وسوه، چي د سواد زدکړي کورسونه دي د کوچنیانو د اصلاح او روزني په مراکزو کي هم پیل سي او په دې برخه کي د پوهني، عامی روغتیا او عدلیې وزارتونو له یو بل سره په ګډه کار وکړي، څو صحي او تعلیمي اندېښنې حل سي.

د وزیرانو شورا ننۍ غونډي ته ورورسته د کلیو د پراختیا او بیارغوني وزیر نصیر احمد دراني خپل کاري راپور او راتلونکي پلانونه وړاندي کړل.

هغه وویل، چي د تیر کال په اوږدو کي توانېدلی چي ددغه وزارت ۸۱ فیصده پرمختیايي بودجه مصرف کړي او د هیواد تر لیري پرتو کلیو پوري خپل خدمات ورسوي.

نوموړي زیاته کړه، چي تېر کال ددوی لپاره له لاسته راوړنو ډک کال وو، چي پر مهال یې توانیدلي، چي د هیواد په کچه پرمختیايي پروژې پیل او پلي کړي.

د دراني په خبره، چي ددې پروژو لویه برخه د استنادي دېوالونو جوړولو، د څښاک د پاکو اوبو چمتوکولو، د ژورو ځاه ګانو کندنو، سربندونو او کانالونو جوړولو او د کلیوالي صنایعو او خصوصي تشبثاتو ودي او پرمختګ ته منحصره وه.

د هغه په وینا، چي وزارت یې د هیواد د سیاسي رهبرۍ له هدایت سره سم د هیواد په کچه متوازن انکشاف ته کار کوي، خو زیاتوي، چي نا امنۍ، د زورواکانو شتون، د غیر اختیاري بودجې شتون او د ځینو ولسوالیو په کچه د اړوندو شوراګانو نه شتون یې د کار پر وړاندي اساسي خنډونه ایجادوي.

د شهیدانو، معلولینو او کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال نن د وزیرانو شورا د خپل کاري راپور او پلان د وړاندي کولو پرمهال وویل، چي په تېر کال کي ګڼي لاسته راوړني درلودې ولي، تر ټولو مهمه یې په خلیجي هیوادونو کي د افغان کار ګرو لپاره د کاري شرایطو د برابرولو په برخه کي وه.

هغه وویل، چي سعودي عربستان موافقه کړې، چي افغان کارګرو ته په هغه هیواد کي د کار حق ورکړي، خو په وینا یې، چي یو لړ شرایط یې وړاندي کړي او پر هغه باید ورسره افغان حکومت کار وکړي.

نوموړي وړاندیز وکړی، چي یوه حکومتي کمېټه دي ایجاد سي، څو دا موضوع په اساسي توګه وڅيړې او افغان کارګرو ته په نژدې راتلونکي کي لازم شرایط اماده سي، څو وتوانيږي د افغانستان په پاسپورټ باندي په سعودي عربستان کي د کار کولو حق تر لاسه کړي.

د هیواد د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وویل، چي په سعودي عربستان کي افغان کارګرو ته د کاري جوازونو د تر لاسه کولو لپاره اړتیا ده، چي له هغه هیواد سره هوکړه لیک امضا سي، ځکه په وینا یې، چي دغه کار کولای سي په یاده برخه کي ټولي ستونزي له منځه یوسي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال وروسته خپل راپور ته دوام ورکړ او زیاته یې کړه، چي دوی د معتادینو تر تداوۍ وروسته د کسب د زدکړي مرکز جوړ کړی، چي ډېر ژر به پرانستل سي.

هغه زیاته کړه، چي د تقاعد سسټم یې الیکټرونیکي کړی، چي امتحاني پروسه به یې له دوو ولایتونو پیل سي او همداراز یې د ښځو د اقتصادي توانمندۍ او د کارګرو ماشومانو وضعیت ته د رسېدو لپاره یې لازم پروګرامونه طرح کړي دي.

د نوموړي په وینا، چي په بهرنیو هیوادونو کي د افغان کارګرو د کاري جوازونو په نیت یې په هیواد دننه د مسلکي کارګرانو د اړوندو رشتو د تائید لپاره هغوی ته د تصدیق پاڼو په ورکړه کي اقدامات کړي، چي دا کار له افغان کار ګرو سره په بهر کي مرسته کوي.

د وزیرانو شورا د نن ورځي په غونډه کی همداراز د چلوني د لایسنسونو، جواز سیرونو او د نقلیه وسایطو د تخنیکي او فزیکي چک لپاره د کورنیو چارو وزارت لخوا پر ترتیب سوي طرحه هم بحث وسو.

د یاد وزارت د پالیسۍ او ستراتېژۍ معین مسعود احمد عزیزي وویل، چي د ترافیکو اوسني قوانین له پخوا پاته دي او د هماغه قوانیونو پر اساس اوس هم خدمات وړاندي کيږي، چي دا کار په خپله د یو لړ ستونزو باعث سوی دی.

نوموړي زیاته کړه، چي ددغه طرحي په تطبیق سره به د ترافیکو اوسنی سسټم تر راتلونکو پنځو کلونو پوري په تمامه معنی عصري او پر معیارونو برابر سي.

هغه یادونه وکړه، چي د ترافیکو د مسلکي روزني لپاره یې هم پروګرامونه پلي کړي او کار کوي، چي نوي کدرونه په مسلکي او عملي برخه کي وروزل سي.

د ښاغلي عزیزي په خبره، چي د نوي طرحي مطابق به د چلوني د جوازونو، د وسایطو د ثبت او راجستر او د نقلیه وسایطو د فزیکی، تخنیکي او محیط زیستي معایناتو مراکز جوړيږي.

د نوموړي په وینا، چي دغه نوي سیسټم ته کامله امادګي لري او کولای سي، چي هم یې د حکومت له ادرسه او هم د خصوصي سکتوره له ادرسه د یادي طرحي د عملي کېدو کار پیل کړي.

هغه وویل، چي دغه سسټم به د موټرو د کاروونکو او چلوونکو او خپله د نقلیه وسایطو ټول معلومات خوندي کوي او کېدای سي د برېښنايي تذکرو له سستم سره هم وصل سي.

په دې اړه تر بحثونو وروسته اجرائیه رئیس وویل، چي د اوس لپاره دي د یادي طرحي د تطبیق لپاره کار وسي او دا طرحه د خصوصي سکټور او حکومت ترمنځ په شریکه پلې سي.

نوموړي زیاته کړه، چي دغه سسټم دي د الیکټرونیکي تذکرو د وېش تر لړۍ وروسته له هماغه سسټم سره انټګریټ او وخت پر وخت دي اړوندي اداري د یادي طرحي له تطبیق څخه نظارت وکړي.

د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د وزیرانو شورا په ننۍ غونډه کي د ښاروالیو د ښاري خدماتو د محصول ټولوني د مؤظف کمېسون کاري راپور وړاندي سو.

د هیواد د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد وویل، چي د تیري اوونۍ په ترڅ کي یې له اړوندو دولتي ادارو سره په دې اړه کار کړی او دې نتیجې ته رسيدلي، چي دا پروسه بايد د ازادي سیالۍ له لاري د خصوصي سکټور په واک کي ورکړل سي او له هماغه لاري دا محصول ټول سي.

په دې اړه د اړوندو وزارتونو او خپلواکو اداراتو تر نظریاتو اورېدلو وروسته فیصله وسوه، چي د ښاروالیو د ښاري محصول ټولوني قرار داد دي د ازادي سیالۍ له لاري خصوصي سکټور ته ورکول سي او له کاره دي یې وخت پر وخت اړوندي اداري نظارت وکړي.

په جلسه کي همداراز سعودي عربستان ته د افغانستان د حج و اوقافو د وزیر د سفر په اړه راپور وړاندي سو. د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني وویل، چي افغانستان په سعودي عربستان کي د حجاجو لپاره خپل ملکیتونه لري او په کار ده، چي یو ځانګړی کمېسون ددې ملکیتونو قضیه تعقیب کړي.

هغه وویل، چي همداراز دي د بي بي مهرو په سیمه کي د حاجیانو لپاره حاجي کمپ جوړ سي، څو د سږ کال لپآره ورڅخه استفاده وسي.

پر دې موضوع هم تر بحث وروسته فیصله وسوه، چي سمدستي دي د بي بي مهرو په سیمه کي حاجي کمپ جوړ سي او په سعودي عربستان کي د افغانستان د ملکیتونو موضوع دي د یوه هیئت لخوا تعقیب سي.

دغه کمېټه دي د عدلیې، بهرنیو چارو او حج وزارتونو لخوا تعقیب سي او یو با صلاحیته ناظر دي تعین سي، څو دا قضیه یو طرفه سي او هلته د افغانستان ملکیتونه تثبیت سي.

د نن په غونډه کي همداراز د معتادینو د تداوۍ لپاره د کمکي صندوق د اساسنامې پر طرحه باندي هم بحث وسو. ددې اساس نامې مطابق به یوه مالي صندوق ایجاديږي، څو د نشه یې توکو د معتادینو په تداوۍ کي مرسته وکړي او د ټولو خلکو لخوا یې د مالي مرستي لپاره ملاتړ وسي.

په دې اړه هم تر بحث او د نظریاتو تر تبادلې وروسته فیصله وسوه، چي له نشه یې توکو څخه د معتادینو د خلاصون لپاره د کمکي صندوق د ایجاد یاده اساسنامه تايید سي او د اړوندو ادارو لخوا بعدي اجراآت وسي.

د وزیرانو شورا د ننۍ غونډي وروستۍ موضوع د پاکستان هیواد ته د افغانستان د کډوالو او بیا راستنېدونکو چارو د وزیر سید حسین عالمی بلخي د سفر په اړه وه.

ښاغلي بلخي غونډي ته وویل، چي د پاکستانیو مقاماتو سره یې د افغان کډوالو پر راجستر کېدو او د راجستر سوو کډوالو د کارتونو پر تمدید باندي خبري کړي دي.

هغه زیاته کړه، چي پاکستانیو مقاماتو ورسره ژمنه کړې، چي هلته د ناثبتو کډوالو په ثبت کي به اقدام کوي او د راجستر سوو کډوالو جوازونه به د ۲۰۱۷ میلادي کال پوري تمدیدوي.

نوموړي یادونه وکړه، چي له پاکستانیو مقاماتو سره یې د افغان کډوالو پر ازار او ازیت هم خبري کړ ياو هغوی ورته ژمنه ورکړې، چي په دې برخه کي به لازم اجراآت کوي.

د کډوالو وزیر وړاندیز وکړی، چي د کډوالو او بیا راستنېدونکو، اقوام او قبایلو، بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو لخوا دي ګډه کمېټه جوړه سي، څو پاکستان کي د افغان کډوالو د پېژندي او راجستر لپاره هغه هیواد ته ولاړ سي.

په غونډه کي تر هر اړخیز بحث او نظریاتو وروسته فیصله وسوه، چي د کمېټې د ایجاد طرحه تائید ده او اجراات دي وسيي، چي دغه کمېټه ډېر ژر ایجاد او د پاکستان هیواد تر چمتووالي وروسته هغه هیواد ته د کډوالو د راجستر لپاره ولاړه سي.