اجرائیه رئیس د چین له جمهور رئیس سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبري وکړې

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د چین د ولسي جمهوریت په پلازمېنه بېجنګ کي د یاد هیواد له جمهور رئیس شي جي پینګ سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا خبري وکړې.

ډاکټر عبدالله عبدالله د یوه کمربند یوې لارې اقتصادي نوښت ته په اشارې سره وویل، چي دا هڅه به د افغانستان مخکنی ټرانزیټي او سوداګریز ارزښت، چي د ورېښمو په پخوانۍ لاره کي یې درلودی، یو ځل بیا روښانه کړي او د افغانستان ځانګړئ جغرافیايي موقعیت به د سیمي د هیوادونو د وصل اساسي نقطه سي.

اجراییه رییس د چین له جمهور رئیس سره په لیدنه کي د همږغۍ په څلور اړخیز ګروپ کي ددغه هیواد له هڅو مننه وکړه خو، زیاته یې کړه، چی د هغو مجلسونو څخه د توقع سره سمي پایلې نه دي تر لاسه سوي.

هغه وویل، افغانستان هیله لري، چي چین به په سیمه کي د خپل نفوذ څخه په ګټه اخستني سره د سیمي په کچه د تروریزم او سخت دريځۍ ضد همکارۍ زیاتي کړي، او د سیمی هیوادونه به دې ته و هڅوي ترڅو د افغانستان د سولې له بهیر سره ريښتنې او پوره مرسته او ملاتړ وکړي.

نوموړي زیاته کړه، چي په سیمه کي د تروریزم د ځپلو او په افغانستان او منطقه کي د ټېکاو لپاره اړینه ده، چي چین هیواد د خپل مثبت اغېز څخه په ګټه اخستني سره د سیمې هیوادونه لازمي همکارۍ او اړینو هڅو ته وهڅوي.

اجرائیه رئیس یادونه وکړه، چي افغانستان دتروریزم د قرباني په توګه همېشه د ترورستي ډلو پر ضد کوټلي ګامونه پورته کړي او په دې لړ کي یې د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ د ډلي پر ضد هم له بل هر هیواد څخه ډیر اقدامات کړي دي، چې په راتلونکې کې به هم په پوره قوت ادامه ولري، ځکه چې تروریستان د افغانستان او چین ګډ دښمنان دي.

ډاکټر عبدالله عبدالله د سولي د راتګ او په افغانستان کي د سهیلي او مرکزي اسیا او نورو بهرنیو هیوادونو څخه د راغلو تروریستانو پر ضد د مؤثري مبارزې لپاره د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو غښتلتیا اساسي شرط وباله او په دې برخه کي د چین د ولسي جمهوریت د نورو پوخي همکاریو غوښتونکی سو.

د چین د ولسي جمهوریت جمهور رئیس شي جين پینګ د افغانستان د اسلامي جمهوریت له اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله سره په ننۍ لیدنه کي یو ځل بیا د افغانستان د ملي یووالي له حکومت څخه د خپل هیواد هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ.

هغه زیاته کړه، چي هیواد یې د افغان حکومت په مشرۍ او مالکیت د سولي له خبرو، د مځکني بشپړتیا او خپلواکۍ او د هیواد د بیارغوني او پرمختګ لپاره د ټولو پیل سوو فعالیتونو او پروژو څخه کلک حمایت کوي.

نوموړي د تروریزم او افراطیت پر ضد د افغان حکومت او ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو هڅي وستایلي او د سولي په پروسه کي یې د هر ډول مرستي او همکارۍ ډاډ ورکړ.

ښاغلي شي جین پینګ یادونه وکړه، چي دوی به د اسیايي زیربنايي بانک او د شانګهای د همکاریو په سازمان کي هم د افغانستان د بشپړ غړېتوب له غوښتني ملاتړ وکړي.

هغه همداراز وویل، چین چمتو دی، چي له ګاونډیانو سره د افغانستان د نښلولو په برخه کي د افغانستان سره همکاري وکړي او دې برخه کي د افغانستان هڅي مخته ټېل وهي.

نوموړي په ننۍ لیدنه کي همداراز له تروریزم او سخت درېځۍ سره د ښې مبارزې لپاره د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو د اکمال او تجهیز او اضافي ملاتړ لپاره هم د خپل هیواد د هر اړخیزي مرستي ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده چې اجرائیه رئیس د چین د لومړي وزیر لي کیچیانګ په رسمي بلنه د یوه لوړپوړي افغان پلاوي په مشرۍ دغه هیواد ته په درې ورځني سفر بوخت دئ او تر دې وړاندي یې له لومړي وزیر او نورو لوړپوړو چینایي چارواکو سره هم دوه اړخیز مذاکرات او خبرې اترې ترسره کړي.