د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائیه ریاست اعلامیه

په تاسف او خواشینۍ سره چې یو ځل بیا جنایتکاره او ترهګرو طالبانو د بغلان ـ کندوز پر لویه لاره د بې ګناه هېوادوالو د سپرلۍ د موټر په درولو سره په یوه نه هېرېدونکي او نه بښونکي جنایت لاس پورې کړی دی.

طالبانو جنایتکارو له موټر څخه یوشمېر مسافرین ښکته کړي چې ځينې په بې رحمانه او ظالمانه ډول په مرمیو ویشتلي او یوشمېر نور یې له ځانه سره تښتولي دي.

د هېواد امنیتي او وسله وال ځواکونه په یوه سریع اقدام سره بریالي شول، چې یوشمېر اسیران د عملیاتو پر مهال د طالبانو له منګلو وژغوري او د یوشمېر نورو اسیرانو د خوشې کېدو هڅې روانې دي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه ریاست د ترهګرو طالبانو، د سولې د دښمنانو او وېره اچوونکیو دا غیر انساني عمل په کلکه غندني او امنیتي ځواکونو ته امر کوي چې د دغو اسیرانو په خلاصون کې له هېڅ ډول هڅو څخه دریغ ونه کړي.

اجرائیه ریاست همدارنګه د هېواد وسله والو ځواکونو ته هدایت ورکوي چې په ټول توان سره طالبان او د دې جنایت عاملان وځپي او هر څه ژر یې د قانون منګلو ته وسپاري.

د ملي یووالي حکومت د قربانیانو او اسیرانو کورنیو او هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې د طالبانو د ځپلو لپاره به له ټول توان سره څخه استفاده کوي او د هېوادوالو د امنیت د تامین لپاره به له هېڅ ډول هڅې او کوښښ نه مخ نه اړوي.

د رسنیو او ویاند دفتر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه ریاست