د وزیرانو شورا نوبتي غونډه د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ جوړه سوه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د وزیرانو شورا نوبتي غونډه نن د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ او د کابینې د وزیرانو په ګډون په سپېدار ماڼۍ کي جوړه سوه.

اجرائیه رئیس د غونډي په پيل کي وویل، چي د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ تېره شپه د تورخم په ساحه کي وسلواله جګړه سوې او په دې اړه غواړي هیوادوالو ته اطلاع ورکړي.

نوموړي زیاته کړه، چي د افغانستان او پاکستان د دوه اړخیزي موافقې پر اساس په صفري نقطه کي تاسیسات جوړول منع دي، خو پاکستان ددې هوکړې خلاف عمل کړی او هلته یې د نوو تاسیساتو د جوړولو هڅه کړې.

هغه وویل، چي پاکستان نه یوازي دا چي د تاسیساتو جوړولو هڅه یې کړې، بلکه هم مهاله یې د افغان پوله ساتو ځواکونو لوري ته د سپکو او درنو وسلو ډزي هم پیل کړي دي.

ډاکټر عبدالله یادونه وکړه، چي افغان ځواکونو د امر او وظیفې سره سم د خاوري او خلکو د دفاع په پار د پاکستانیو پوله ساتو ډزو ته ځواب ورکړی او په خورا مېړانه یې له افغانستان څخه دفاع کړې.

اجرائیه رئیس د تیري شپې په جګړه کي د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو زړه ورتیا، مسلکي عمل، چټک غبرګون او جنګي روحیه وستایل او هغوی یې د خاوري او خلکو اتلان او مدافعین وبلل.

هغه د هیواد په ګوټ ګوټ کي د ملي امنیتي ځواکونو په دفاع او ملاتړ کي جګ سوي ولسي ږغونه وستایل او زیاته یې کړه، چي افغان ملت او د حکومت سیاسي رهبري په تمامه معنی د ملي امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ او دفاع کوي.

نوموړي وړاندي وویل، چي جګړه پاکستان پیل کړې وه او اوس دستي اوربند سوی دی، ولي په جګړه کي یو افغان سرتیري شهید سوی او ۵ نور زخمیان سوي دي. همداراز پاکستاني لوري ته هم د سر او مال درانه زیانونه اوښتي دي. هغه زیاته کړه هیله لري، چي دې ستونزي ته له ډیپلوماټیکو چینلونو لازمي حل لاري وموندل سي.

ډاکټر عبدالله یادونه وکړه، چي موږ له خپلو همسایه ګانو سره د نیکو اړیکو غوښتونکي یو او هیڅ څوک باید د وطن ساتني او له خاوري په دفاع کي زموږ د عزم، ارادې او یووالي امتحان وانخلي، ځکه چي افغانانو د تاریخ په اوږدو کي یرغلګرو ته ماته ورکړې او په دې برخه کي یې خپله مېړانه ثبوت کړې ده.

اجرائیه رئیس وویل، چي له ځانه دفاع د افغانستان قانوني حق دی او افغانان به له دې حق څخه ګټه پورته کوي او په هر قیمت چي ممکنه وي، له خپلي خاوري به دفاع کوي.

هغه نن یو ځل بیا وویل، چي افغانستان د تروریزم ملاتړ نه، بلکه قرباني دی او هیله لري، چي د سیمي په هیوادونو کي هم د تروریزم د ملاتړ روحیه له منځه ولاړه سي.

نوموړي د امریکا د فلوریډا ایالت کي وروستۍ ترورستي پېښي ته په اشارې سره وویل، چي تروریزم هیڅ قوم، ژبه، نژاد، جغرافیه او مذهب نه پېژنې او د هر چا پر ضد عمل کولای سي.

هغه دا پېښه په کلکه وغندل او د پېښې د قربانیانو له خپلوانو، د امریکا د متحدو ایالاتونو د خلکو او حکومت سره یې خپله خواخوږي او غم شریکي اعلان کړه.

اجرائیه رئیس د وزیرانو شورا په ننۍ غونډه کي همداراز وویل، چي د جوزا / غبرګولي ۲۴ نېټه په افغانستان کي د مور د ورځي سره برابره ده او له دې خاطره ټولو افغان مېندو ته مبارکي وايي.

ډاکټر عبدالله یادونه وکړه، چي د وزیرانو شورا په ننۍ غونډه کي به د سړي تښتوني د پېښو پر مخنیوي، د هیواد پر امنیتي وضعیت، د لوړو زدکړو، اقتصاد، اوبو او انرژۍ وزارتونو د ۱۳۹۴ لمریز کال پر کاري راپورونو او د ۱۳۹۵ لمریز کال پر کاري پلانونو بحث وسي.

سعودي عربستان ته د حج د چمتووالي په برخه کي د افغان پلاوي سفر، د جمعه محمد د صنعتي پارک په دوهمه برخه کي د دولتي مځکو د غصب په اړه راپور، د بروکسل د کنفرانس لپاره د خصوصي سکټور د اړتیاوو پوره کولو امادګي، د پایداره پرمختیايي موخو د تطبیق د پروسې او د وزیرانو شورا د مصوبو د تطبیق په اړه راپورونه د وزیرانو شورا د ننۍ اجنډا عمده ټکي جوړوي.

د غونډي په پیل کي د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو معینانو د هیواد د امنیتي وضعیت او په کابل ښار کي د سړي تښتوني د پېښو د مخنیوي په اړه معلومات وړاندي کړل.

هغوی وویل، چي د هیواد په ختیځ، سهیل او شمال کي د دښمن د ځپلو لپاره د افغان ملي امنیتي ځواکونو عملیات دوام لري او په یادو ساحو کي یې ډېري لاسته راوړني درلودې.

د امنیتي سکتور استازو یادونه وکړه، چي د هیواد په سهیلي ولایتونو هلمند او ارزګان کي د دښمن ځپلو لپاره نوي عملیات سوي، چي په نتیجه کي یې د دښمنانو د پټن ځایونه د تخریب ترڅنګ مواصلاتي لاري هم خلاصي سوي دي.

ددوی په وینا، چي د ټول هیواد په کچه هم د سیاسي رهبرۍ له لارښوونو سره سم د لویو لارو د امنیت ساتني لپاره لازم اقدامات سو، خو لا هم نور کار ته اړتیا ده، څو هیوادوال مو په تمامه معنی مصؤن سي.

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله د امنیتي برخي استازو ته وویل، چي د لویو لارو د ساتني لپاره اوسني اقدامات کفایت نه کوي او باید جدي کار وسي، چي د کار پر وړاندي ټول خنډونه تشخیص او دفع سي.

هغه په کابل ښار کي د سړي تښتوني سره د امنیتي ځواکونو د مبارزې په برخه کي هم د اضافي اقداماتو لارښوونه وکړه او په دې اړه یې عاجلي او همږغي هڅي وړاندیز کړې.

د وزیرانو شورا په ننۍ غونډه کي د امنیتي راپور تر اورېدلو وروسته د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال استاد محمد محقق د سواد زدکړي د عامولو او په دې اړه د یوه ملي کمپاین د ایجاد په برخه کي د فرعې کمېټې کاري راپور وړاندي کړی.

نوموړي زیاته کړه، چي د سواد زدکړي د عامولو لپاره د یوه اوونیز ملي کمپاین طرحه دي د پوهني وزارت ترتیب او د تائید لپاره دي یې د وزیرانو شورا ته راوړي، څو پر اساس یې د عامه پوهاوي ترڅنګ د تشویق لپاره له حج و اوقافو، اطلاعاتو فرهنګ او نورو اړوندو وزارتونو سره کار وسي.

هغه یادونه وکړه، چي دوی د کمېټې د کار په ترڅ کي دې نتیجې ته رسېدلي، چي د سواد زدکړي پروسه د پوهني وزارت په نظارت د خصوصي سکټور یا مؤسساتو لخوا مخته یووړل سي او وزارتونه دې یادې برخي ته خاصه توجه وکړي.

په دې اړه تر بحثونو وروسته د سنبلې میاشتي له ۱۱ تر ۱۷ مي د سواد زدکړي د عامولو د اوونۍ په توګه وټاکل سول او فیصله وسوه، چي ددې اوونۍ د کارونو او فعالیتونو طرحه به د پوهني وزارت ترتیب او شریکه کړي.

وروسته د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد د ۱۳۹۴ لمریز کال په ترڅ کي د خپل وزارت د فعالیتونو او په روان لمریز کال کي د خپلو پلانونو په اړه معلومات وړاندي کړل.

هغه وویل، چی تېر کال یې د هند هیواد د ۲۰ او ۱۰۰ میلیون ډالري کمکونو له درکه په مختلفو سکتورونو کي ۹ بېلا بېلي پروژې بشپړي کړي او د برېښنا د بندونو، استنادي دېوالونو، د ریل پټلۍ او سړکونو په برخو کي یې د ۲۲ نورو پروژو تحلیل او ارزیابي خلاصه کړې ده.

نوموړي زیاته کړه، چي د ټولو سکتوري وزارتونو پلانونه، اړتیاوي او پرمختیايي لومړیتوبونه یې ارزیابي کړي او د هماغه پلان له مخي به د راتلونکي کال پرمختیايي کارونه ترتیب او تنظیم کړي.

ښاغلی مراد یادونه وکړه، چي تېر کال یې د هلمند، پنجشیر او میدان وردګو ولایتونو د اقتصاد ریاستونو ته د نویو ودانیو جوړوني ترڅنګ ۴۰۴ کورنۍ او بهرنۍ مؤسسې هم ثبت او راجسټر کړي دي.

د اقتصاد وزیر همداراز وویل، چي د هیواد په کچه همدامهال ۱۴۵ پرمختیايي پروژې د تکمیلېدا په درشل کي دي او د ۱۴۴ نورو پرمختیايي پروژو د پیل لپاره د منظورۍ ټول مراحل طی سوي دي.

د پرمختیايي پروژو لومړیتوبونه، د مرکزي او ولایتي نظارتي سسټم ایجاد، د کورنیو او بهرنیو مؤسسو د کارونو څارنه او د مؤسساتو له ادرسه زرګونه خلکو ته د کاري زمینې برابرول د یاد وزارت د نورو لاسته راوړنو څخه دي.

غونډي ته همداراز د هیواد د لوړو زدکړي وزیري ډاکټري فریدې مومند هم د خپل وزارت د تیر کال د فعالیتونو او د راتلونکي کال د پلانونو په اړه معلومات وړاندي کړل.

هغې وویل: د لوړو زدکړو وزارت د تیر کال په ترڅ کي د تر ټولو شفاف د کانکور ازمویني ترڅنګ د کانکور ازمویني لپاره د پوښتنو نوی بانک ایجاد کړی او په علمي مراکزو کي یې د جنسي زوروني سره د مبارزې پالیسي ترتیب کړې ده.

نوموړي زیاته کړه، چي له ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۲۰ پوري د لوړو زدکړو وزارت ستراتیژيک پلان جوړ سوی او د افغانستان په ۱۲ دولتي پوهنتونو کي د ویډیو کنفرانسونو ظرفیت ایجاد سوی دی.

اغلي مومند وړاندي وویل، چي د تیر کال پر مهال یې مرکز او ولایتونو کي ۲۵ ساختماني پروژې تکمیلي کړي او له ۴۰ نورو څخه یې د کیفیت او بهترۍ په خاطر څارنه او نظارت کړی دی.

د هغه په وینا، چي د افغانستان له اړتیاوو سره سم یې د لوړو زدکړو د کریکولم د اصلاح پروسه پیل کړې او همداراز یې د لوړو زدکړو د ۲۰ نهادونو پلټنه او څارنه پیل کړې ده.

له ریاست څخه معینیت ته د خصوصي زدکړو د څانګي ارتقاع او د ۱۵۱ دولتي او غیر دولتي پوهنتونونو د تدریسي کیفیت ارزیابي د یاد وزارت له نورو لاسته راوړنو دي، چي وزیري یې یادونه وکړه.

غونډي ته همداراز د هیواد د اوبو او برېښنا وزیر علي احمد عثماني د تیر کال د فعالیتونو او د روان کال د پلانونو په اړه راپورونه وړاندي کړل.

هغه وویل، چي د کاسا ۱۰۰۰ د برېښنا د لېږد پروژې د کارونو پیل، د ترکمنستان څخه د ۵۰۰ کیلو واټه برق د لین د لېږد د پروسې چټکتیا، له ترکمنستان، تاجیکستان، قیرغیزستان او پاکستان سره د برېښنا د پېر او پلور د قراردادونو لاسلیک، په راتلونکي کال کي له کورنیو منابعو ۷۰ میګاواټه برېښنا تولید او د کمال خان بند د دوهمي برخي بشپړتیا په تېر کال کي ددوی له عمده فعالیتونو څخه ول.

نوموړي زیاته کړه، چي په ۲۰ ولایتونو کي د سل میګاواټه برېښنا د تولید لپاره د ۳۰ پروژو او همداراز له پرمختیايي او غیر پرمختیايي بودجې څخه د ۲۸ متوسطو بندونو د جوړولو تدارکاتي پروسه پیل سوې ده.

د اوبو او برېښنا وزیر وړاندي وویل، پلان لري چي په ۱۳۹۵ لمریز کال کي د ۲۹ بندونو د تدارکاتي پروسه طی او د رغوني کارونه یې پیل کړې.

هغه همداراز وویل، چي د بامیان ولایت ته د ۲۲۰ کیلو واټه برېښنا رسولو لپاره عملي کارونه پیل سوي او په دې برخه کي د کارونو د چټکتیا په موخه د افغانستان برېښنا شرکت یو تخنیکي پلاوی د بامیان ولایت ته تللی او هلته یې د سب سټېشن د جوړولو لپاره درې بېلا بېلي ساحې په نښه کړي دي.

ښاغلي عثماني زیاته کړه، چي په دوشي کي له وړاندي څخه یو سب سټېشن موجود دی او یوازي اړتیا لري، چي په بامیانو کي له دریو موقعیتونو یو انتخاب او هلته سب سټېشن جوړ کړي.

د افغانستان د برېښنا شرکت وویل، چي له دوشي تر بامیانو پوري د برېښنا د لین غځولو په اړه هم سروې جریان لري او په دې اړه د اسیا پرمختیايي بانک فیشنل کمپنۍ سره په مذاکراتو بوخت دي.

د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال استاد محمد محقق وویل، چي په دې اړه کارونه باید له ژمني سره سم پر ټاکلې نېټه پیل سي او په دې اړه د سیمي له خلکو سره هم معلومات شریک سي.

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله د مالیې وزارت ته دنده وسپارل، چي بامیان ولایت ته د ۲۲۰ میګاواټه برېښنا د لېږد لپاره له اسیايي پرمختیايي بانک سره بحثونه پای ته ورسوي او په همدې کال کي یې د بودجې غم وخوري.

هغه اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه، چي په دې برخه کي کارونه چټک کړي او له اجراآتو یې ولس خبر کړي، څو له کارونو او فعالیتونو د ولس اطمینان حاصل سي.

د نن ورځي په غونډه کي د سوداګرۍ او صنایعو وزیر همایون رسا د بروکسل کنفرانس ته د امادګۍ په برخه کي د خصوصي سکټور د ۱۱ غوښتنو په اړه پر امادګیو وږغېدی.

هغه زیاته کړه، چي په دې برخه کي یې له خصوصي سکټور او اړوندو ادارو سره هم ناستي درلودې، ولي اړتیا ده، چي دا مسئله د ټولو ادارو په همږغۍ او ګډ کار سره مخته ولاړه سي.

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله ټولو ذیدخلو ادارو ته دنده وسپارل، چي دا مسئله په جدي توګه تعقیب کړي او فیصله یې وکړه، چي د اجرائیه ریاست د لومړي مرستیال انجینیر محمد خان تر مشرۍ لاندي دي په همدې اوونۍ کي د همږغۍ جلسه جوړه او راپور دي یې د وزیرانو شورا غونډي ته وړاندي سي.

د نن په وزیرانو شورا کي همداراز د پایداره پرمختیايي موخو (SDGs) د اغېزناکي پلي کېدو په اړه د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد معلومات وړاندي کړل.

زر کلني پرمختیايي موخي (MDGs) او پایداره پرمختیايي موخي (SDGs) د نړۍ په سطحه ژمنه سوې هوکړي دي، چي د ملګرو ملتونو په کلنیو غونډو کي پرې بحث کيږي او د یاد سازمان ټول غړي هیوادونه یې په تطبیق باندي مکلف دي.

ددې پلان پر اساس د افغانسان ټول ملي پلانونه او ستراتيژۍ د ملګرو ملتونو د پایدارو پلانونو سره په څنګ کي تطبیق کيږي او افغانستان د موخو د لاسته راوړلو په صورت کي د ملګرو ملتونو له اړوندو مالي بنسټونو څخه ملاتړ هم تر لاسه کوي.

د اقتصاد وزیر وویل، چي دوی د تیرو کلونو په ترڅ کي د یادو اهدافو د تحقق په برخه کي ټوله پروسه تر نظارت لاندي نیولې او د اهدافو له تحقق څخه یې د ډیپلوماټیکو چینلونو له لاري د ملګرو ملتونو د عمومي منشي دفتر ته خبر ورکړی دی.

نوموړي زیاته کړه، چي په دې برخه کي د نورو نظریانو او طرحو د اورېدلو لپاره یاد وزارت د مشورې ورکولو او اورېدلو بېلا بېل ورکشاپونه هم جوړ کړي دي.

هغه یادونه وکړه، چي ټولي ټاکل سوې موخي ۱۷ دي او دوی په یادو برخو کي د لاسته راوړنو په خاطر یوه ملي کمېټه ایجاد کړې او یو سکرټریت څو په دې برخه کي ټول کارونه وڅاري.

ښاغلي مراد وویل، چي دغه ټول اهداف د افغانستان په ملي پرمختیايی ستراتېژۍ کي هم ځای سوي او د تطبیق په خاطر یې د ملګرو ملتونو له اړوندو ادارو سره یو هوکړه لیک هم لاسلیک سوی دی.

د وزیرانو شورا ننۍ جلسې ته د عدليې وزیر عبدالبصیر انوري د کابل د بګرامیو په نساجي کي د جمعه محمد محمدي د صنعتي پارک په دوهم پاز کي د مځکو د غصب په اړه د ټاکل سوي پلاوي د کار راپور وړاندي کړی.

نوموړي وویل، چي د دوی اړوند د دولتي قضایاوو د څانګي د مشر په رهبرۍ یوې مؤظفي کمېټې په دې برخه کي کار وکړی او ورته جوته سوې، چي دلته مځکي دولتي دي او د نورو کسانو لخوا غصب سوي دي.

هغه زیاته کړه، چي دغه ۱۷۲ جریبه مځکه د فابریکو د جوړوني لپاره ورکول سوې وه، خو دلته د فابریکو تر له منځه تګ وروسته په غیر قانوني توګه خپل سري ودانۍ جوړي سوي او هغه ساحه یې غصب کړې ده.

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چي د پلاوي له راپور سره سم دا مځکه دولتي ده او دلته هر ډول شخصي تاسیسات د غصب په نتیجه کي منځ ته راغلي دي.

نوموړي زیاته کړه، چي قضايی دولت، پولیس او د څارنوالۍ استازي دي یو ځل د یادو تاسیساتو له مالکینو سره وګوري او هغوی ته دي په دې اړه د حکومت پرېکړه اعلان کړي.

ددې پرېکړي پر اساس یاده ساحه دولتي ملکیت دی او هلته د ودانیو مسؤلین باید دغه ساحه تخلیه او د دولت په واک کي ورکړي.

د نن په غونډه کي له اجنډا سره سم د تیر کال په اوږدو کي د وزیرانو شورا د مصوبو د عملي کېدو په اړه د وزیرانو شورا د دارلانشا رئیس بریالي ارسلايي راپور وړاندي کړی.

هغه وویل، چي د وزیرانو شورا غونډه په تېر کال کي ۲۵ ځله جوړه سوې، چي ۲۵ مصوبې یې ترتیب او ټولو اړوندو ادارو ته د اجراآتو لپاره لېږل سوي دي.

نوموړي وویل چي له دې مصوبو تر دې دمه ۶۰۴ فیصلې تطبیق سوي او ۳۹ یې تر کار لاندي دي. د ښاغلي ارسلايي په خبره، چي د وزیرانو شورا فیصلې ټولټال ۸۹ فیصده تطبیق سوي، ۶ فیصده د تطبیق په درشل او ۵ فیصده یې لا هم ندي تطبیق سوي.

هغه هیله وښوول، چي سکتوري وزارتونه به د خپلو فعالیتونو راپور پر وخت باندي د وزیرانو شورا دارلانشا ته وسپاري او په دې اړه به ستونزي هم شریکي سي.

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله ددې راپور تر اورېدلو وروسته وویل، چي د وزارتونو په سطحه اجراآت زیات سي، ځکه په وینا یې چي خلک له حکومته د کار کولو توقع لري او د حکومت په سطحه فیصله کېدونکي موضوعات باید د اجرا مرحلې ته ورسېږي.

نوموړي زیاته کړه، چي په کارونو کي ایجادېدونکي ستونزي دي هم د حکومت په سطحه مطرح سي څو حل لاري ورته پیدا او د کارونو د چټکتیا هڅي زیاتي سي.

د ننۍ غونډي په پای کي د ارشاد، حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني سعودي عربستان د افغان پلاوي د سفر په اړه معلومات وړاندي کړل.

نوموړي وویل، چي یو پلاوی یې د څو اوونیو لپاره سعودي عربستان ته تللی و، څو هلته د افغان حجاجو لپاره د ځای، خوړو او ټرانسپورټ غم وخوړل سي.

هغه زیاته کړه، چي سږ کال له افغانستان څخه ۲۴۲۵۰ تنه د حج په مراسمو کي ګډون کوي او دوی ورته په دې سفر کي د ځای، خوړو او موټرو غم خوړلی دی.

د ښاغلي عثماني په خبره، چي سږ کال یې د سالم مدیریت او ډېرو هڅو په نتیجه کي ۴ میلیون ډالره سپما کړې او افغان حجاجو ته یې د حج فریضې ادا کولو لپاره ټول امکانات چمتو کړي دي.

نوموړي یادونه وکړه، چي دوی د حاجیانو د لېږد لپاره هم له اریانا افغان هوايي شرکت سره خبري کړي او هغوی هم خپله کامله امادګي اعلان کړې ده.

اجرائیه رئیس د راپور تر اورېدلو وروسته د یاد ګروپ کارونه وستایل او زیاته یې کړه، چي اړوند وزارت دي د حاجیانو لپاره ټولي اسانتیاوي چمتو کړي او د معلمینو او معلومات ورکوونکو په برخه کي دي هم نور ګامونه پورته کړي.

هغه د کډوالو د وزیر تر وړاندیز وروسته د حج او اوقافو وزارت ته وظیفه وسپارل، چي په راتلونکو کلونو کي د افغان کډوالو لپاره هم ځانګړي د حج سهمیه په نظر کي ونیسي.