د وزیرانو شورا نوبتي غونډه د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله په مشرۍ جوړه سوه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د وزیرانو شورا نوبتي غونډه نن له غرمې وړاندي په سپېدار ماڼۍ کي د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ جوړه سوه.

په دغه غونډه کي د ووزیرانو ترڅنګ د خپلواکو ادارو مسؤلینو هم برخه اخستې ول او له اجنډا سره سم پکښي د هیواد پر ګڼ شمېر ملي او سیمه ییزو مسائلو باندي بحث وسو.

اجرائیه رئیس غونډي ته په پیلیزه وینا کي د روژې د مبارکي میاشتي او د قران کریم د نزول د لسمي مبارکي وویل او زیاته یې کړه، چي د خاوري او خلکو دښمنانو په یاده مبارکه میاشت کي هم د افغانانو پر ضد خپلو وحشتونو ته دوام ورکړ او د ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف یې عملونه وکړل.

هغه وویل، چي افغان پلاوی به د راتلونکي میلادي میاشتي په پیل کي د پولنډ پلازمېني وارسا ته د ناټو سازمان په سرمشریزه کي ګډون وکړي او هلته به د اصلاحاتو او فساد سره په مبارزه کي د خپلو تعهداتو پر عملي کېدو او نړیوالو مرستو جلبولو باندي خبري وکړي.

نوموړي زیاته کړه، چي د وارسا کنفرانس د افغانستان د راتلونکي لپاره مهم او ښه فرصت دی، چي پرمهال به یې له افغان ملي امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ، تمویل، تجهیز، د نشه يي توکو د محوي او د ډیموکراسۍ د نهادینه کیدا لپاره د نړیوالي ټولني ملاتړ او تعهد تر لاسه سي.

اجرائیه رئیس یادونه وکړه چي، نړیواله ټولنه له افغانستان سره راتلونکو همکاریو ته ژمنه ده او دا همکاري د افغانستان د خلکو د بر حقه ارمانونو او موخو د تر لاسه کېدو لپاره د یوه دوه اړخیز تعهد عمده برخه جوړوي.

ډاکټر عبدالله وړاندي وویل، چي د امریکا متحدو ایالاتو لخواو په افغانستان کي خپل پوځ ته د نورو عملیاتي واکونو د ورکړي مسئله فوق العاده ارزښت لري او مرسته کوي، چي د وحشت او تروریزم پر ضد هڅي او مبارزه نوره هم چټکه سي.

هغه زیاته کړه، چي دغه صلاحیتونه به د افغان ځواکونو د جګړه ییزو مهارتونو په تقویت کي هم مرسته وکړي، خو یادونه یې وکړه، چي د خلکو په منځ کي پر ملي امنیتي ځواکونو د اعتماد او اعتبار زیاتولو لپاره باید نور اقدامات وسي.

نوموړي وړاندي وویل، چي په دې وروستیو کي د یو تعداد پېښو له خاطره په ځینو ساحو کي د ولس اعتماد زیانمن سوی او اړتیا ده، چي پرامنیتي ځواکونو د ولس اعتماد سل فیصده واوسي.

د هغه په وینا، چي د وروستیو پيښو له خاطره پلټني پیل سوي او موږ ټوله اړ یو، چي په دې اړه د پیل سوو پلټنو نتایجو ته منتظر سو، څو قضایاوي روښانه او په اړه یې لازمي پرېکړي وسي.

اجرائیه رئیس د وزیرانو شورا په ننۍ غونډه کي د تورخم په سیمه کي د افغانستان او پآکستان ترمنځ وروستیو کړکېچنو او ناقراریو ته په اشارې سره وویل، چي په دې اړه په مختلفو سطحو کي مذاکرات سوي.

نوموړي زیاته کړه، چي یو ځل د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالانو په سطحه کي دا مسئله ذکر سول او دویم ځل په ازبیکستان کي د شانګهای سازمان په سرمشریزه کي د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو لخوا دا موضوع تر بحث لاندي نیول سوې ده.

ډاکټر عبدالله د شانګهای د همکاریو سازمان د سیمي په کچه د هر اړخیزو همکاریو د ایجاد او بهبود لپاره ښه چانس وباله او زیاته یې کړه، چي افغانسان په دغه سازمان کي د خپل بشپړ غړیتوب تر لاسه کولو لپاره لا هم قانوني مراحل طی کوي.

هغه همداراز د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې نړیوالي ورځي ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه، چي افغانستان د نشه يي توکو د قرباني هیواد په توګه دا ورځ لمانځي او تعهد لري، چي د کښت، قاچاق او استعمال پر ضد یې هر راز مبارزه کوي.

اجرائیه رئیس وویل، چي په دې اړه د حکومت ملي ستراتیژي هم لري او له وزیرانو یې وغوښتل، چي ټول په خپلو کارونو او پلانونو کي د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت له فعالیتونو ملاتړ وکړي او په دې حصه کي خپله ونډه ادا کړي، ځکه په خبره یې، چي د نشه يي توکو کښت او قاچاق د افغانانو له اساسي ستونزو څخه دي.

نوموړي د خپلو پیلیزو خبرو په پای کي د ټاکنیز نظام د اصلاح مسئلې ته هم اشاره وکړه او زیاته یې کړه، چي له دې مسئلې هیڅ راز تېښته ممکنه نه ده.

د هغه په خبره، چي د ټاکنیز نظام اصلاح له ولس سره د حکومت له ژمنو وه او حکومت به د همدې ژمني د پوره کېدو او د هیواد د لومړیتوبونو او ګټو په نظر کي نیولو سره ټاکنیز نظام اصلاح کړي.

اجرائیه رئیس زیاته کړه، له بدغه مرغه چي د اصلاحاتو پروسه څه ناڅه ټکنۍ وه، خو په ټوله کي تعهد موجود دی او دا اصلاحات سیاسي نه ، بلکه د اړتیا مطابق ، له ولسي غوښتني سره سم او په راتلونکي کي د انتخاباتو د تیرو ترخو تجربو د تکرار د مخنیوي لپاره دي.

د وزیرانو شورا ننۍ غونډي ته وروسته د کورنیو چارو وزیر او د دفاع وزارت مرستیال د هیواد د عمومي امنیتي وضعیت، وروستیو امنیتي پيښو او راتلونکو امنیتي پلانونو په اړه معلومات ورکړل.

هغوی وویل، چي د خاوري او خلکو دښمنانو د تیرو اوونیو په ترڅ کي هڅه کړې، چي د هیواد په مختلفو ساحو کي د ولسي افغانانو پر ضد ترورستي بریدونه وکړي خو، په وینا یې چي مخالفینو هیڅ راز لاسته راوړنه نه درلوده او د هیواد په سطحه یې اراضي هم له خطره سره نه ده مخ کړې.

امنیتي مسؤلینو زیاته کړه، چي ترورستانو او متحدینو ته یې د هیواد، په شمال، جنوب او ختیځ کي د مځکنیو او هوايي عملیاتو پر مهال درنه مرګ ژوبله اوښتې او د کندهار د بند تیمور، د ارزګان د دهراود او چارچینو او د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ په سیمو کي ترورستان له سختي ماتي سره مخ سوي دي.

هغوی زیاته کړه، چي افغان ځواکونه له ښو جګړیزو تاکتیکونو او روحيې څخه برخمن دي او دوی ډاډ ورکوي، چي وطن وال به اختر او نوري ټولي خوښۍ په ارامه او امن فضا کي تېري کړي.

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله د ملي امنیتي ځواکونو په لیکو کي د ټولو شهیدانو روح ته د مغفرت د دعا ترڅنګ له امنیتي مسؤلینو وغوښتل، چي د دښمنانو پر ضد جدي اقدامات وکړي او پر ملي امنیتي ځواکونو د ولسي اعتمادي زیاتوني لپاره هڅي لا پسې ګړندۍ کړي.

غونډي ته وروسته د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د شانګهای د همکاریو سازمان د سرمشریزي په څنډو کي د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر سره د خپل ملاقات په اړه معلومات ورکړل.

هغه زیاته کړه، چي له پاکستاني لوري سره یې هلته د ستونزو د ډیپلوماټیک حل په موخه خبري کړي او پلان دی، چي هلته د خبرو اصلي محورونه د دواړو هیوادونو د تخنیکي پلاویو له خوا تعقیب او حل لاري ورته وموندل سي.

نوموړي یادونه وکړه، چي دشانګهای د همکاریو سازمان په سرمشریزه کي یې د افغانستان د بشپړ غړیتوب مسئله هم مطرح کړي او تقریباً ټولو هیوادونو په دې او نورو برخو کي د هر اړخیزي همکارۍ ډاډ وړاندي کړی دی.

د وزیرانو شورا د نن ورځي له اجنډا سره سم د مالیې وزارت مرستیال د ۱۳۹۴ لمریز کال په ترڅ کي د یاد وزارت د فعالیتونو او د ۱۳۹۵ لمریز کال لپاره پر پلانونو او طرحو باندي راپور وړاندي کړ.

په راپور کی وویل سول، چي د مالیې وزارت د ۱۳۹۴ لمریز کال لپاره ټولټال ۱۱۷ عمده پلانونه طرح کړي ول، چي له ډلي یې ۸۶ تکمیل سوي، ۲۲ په جریان کي او ۵ نور هیڅ پیل سوي نه دي.

د مالیې وزارت مرستیال وویل، چي دوی د تېر کال په ترڅ کی د قوانینو برخي ته ډېره توجه کړې، چي په نتیجه کي یې د مالیاتي چارو قانون د پارلمان لخوا تائید او د عدلیې وزارت لخوا په رسمي جریده کي خپور سو.

هغه زیاته کړه چي، د انتفاعي معاملاتو د مالیې د زیاتوالي، د مخابراتي خدمتونو د فیس او د هوايی حق العبور د تر لاسه کولو لپاره هم د قانوني حکمونو مسودې چمتو سوي دي.

نوموړي یادونه وکړه، چي د هیواد پر پنځه کلن ستراتیژیک پلان باندي هم کار روان دی، چي د ۱۳۹۵ لمریز مالي کال تر پیله وړاندي به بشپړ سي.

د مالیې وزارت مرستیال همداراز وویل، چي روان مالي کال تر پایه به داخلي عواید ۱۲۲.۳ میلیارد افغانیو ته ورسيږي، په داسي حال کي، چي دوی ته د پیسو د نړیوال صندوق لخوا ۱۱۴.۲ میلیارد افغانۍ هدف تعین سوی و.

هغه د نن ورځي په غونډه کي د مالیې وزارت د ۱۳۹۵ لمریز کال د پلانونه، فعالیتونو او د یاد وزارت د کار په مخ کي د پرتو ستونزو په اړه هم خبري وکړې.

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د مالیې وزارت د راپور تر اورېدلو وروسته د هغوی د فعالیتونو د ستایني ترڅنګ وویل، چي د مالیه ورکونکو تهداب باید نور هم پسې پراخ سي او د عوایدو په زیاتوالي کي ډېره توجه د مالیې ورکوونکو پر تهداب وسي، نه د مالیې پر زیاتوالي.

هغه زیاته کړه، چي د منځنۍ کچي د مالیې ورکوونکو په برخه کي دي لازم اصلاحات رامنځ ته او د اړوندو وزارتونو ترمنځ دي هم، همکاري زیاته سي.

په غونډه کي وروسته د ټولګټو وزیر انجینر محمود بلیغ د هغه وزارت د تیر کال د فعالیتونو او راتلونکي کال د پلانونو په اړه ګډونوالو ته راپور ورکړ.

هغه وویل، چي وزارت یې په ۱۳۹۴ لمریز کال کي ۷۲ عمده فعالیتونه پلان کړي ول، چي له جملې یې تر دې دمه ۵۲ هغه بشپړ سوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چي وزارت یې په ۱۳۹۴ لمریز کال کي د ۴۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت ټولټال ۶۳ پرمختیايي پروژې درلودې، چي له دې برخي یې ۲۰۳ میلیون ډالره، چي د ټولي بودجې ۴۵ فیصده کيږي، مصرف کړي دي.

ښاغلي بلیغ یادونه وکړه، چي د تیر کال په ترڅ کي د هیواد په مختلفو ساحو کي د ۹ بېلا بېلو پلونو او ۲۳۰ کیلو میتره سړک د ډیزاین او سروي چاري بشپړي سوي دي.

هغه وویل، چي تېر کال د سړک رغولو ۱۳ پروژې تکمیلي سوي او د ۴۰۰ مترو کانکریټي پلونو سروي او د ۷۰۰ مترو کانکریټي پلونو ډېزاین اوس دستي دوام لري.

د فوائد عامې د وزیر په خبره چي، د هرات ولایت د ریل پټلۍ د شبکې تفصیلي پلان تکمیل سوی او د اړوندي برخي ۵۰ تنه انجینران په تاجیکستان او ازبیکستان هیوادونو کي روزل سوي دي.

نوموړي یادونه وکړه، چي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لسمي دوه اړخیزي ناستي له پرېکړي سره سم به، په نژدې راتلونکي کي د جلال اباد – تورخم د ریل پټلي تخنیکي او اقتصادي مطالعات پیل سي.

ښاغلي بلیغ زیاته کړه پلان لري، چي راتلونکی کال د ۱،۲۷۸ میلیارد ډالرو په ارزښت د سړک جوړولو ۴۵ لويي او وړې پروژې پلي، د هرات له هوايي ډګره تر توري غونډۍ پوري د ریل پټلۍ جوړه او د شبرغان – میمنې - قلعه نو- هرات د ریل پټلۍ تخنیکي او اقتصادي مطالعات پیل کړي.

د وزیرانو شورا د نن ورځي غونډي ته د ښار او کور جوړولو وزیر سید سعادت منصور نادري د هغه وزارت د اړوندو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په اړه راپور وړاندي کړی.

هغه وویل، چي وزارت یې د ښاري پلان جوړوني، کور جوړوني، د پروژو جوړوني پروګرام، د تخنیکي زیربنا، د غیر پلاني ساحو سموني، د ښاري مدیریت د نظام اصلاح او د فساد سره د مبارزې او د وزارت د اجرايوي چارو د اصلاحاتو په برخو کي تېر کال کارونه کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، چي ددې ترڅنګ د لوګر د مرکز پل علم ښار ماسټر پلان او په ۱۴ ولایتونو کي د ۱۶ ښارونو ستراتیژیک پلانونه بشپړ سوي دي.

ښاغلي نادري یادونه وکړه، چي په تخار، کندز، دایکنډي، بلخ او کابل ولایتونو کي د ښوونکو د ښارګوټو د ایجاد لپاره لومړني کارونه پیل سوي او خط اندازي یې له وړاندي تکمیله سوې ده.

د هغه په خبره، چي راتلونکی کال یې د تطبیق او عمل په نوم کړی او پلان لري چي، شاهي قصر، په غزني کي د اسلامي ثقافت مرکز، د شهید سردار داود خان مقبره او د بامیان فرهنګی مرکز ورغوي.

د ښار سازۍ وزیر همداراز وویل، چي د ښار جوړولو د چارو قانون یې هم ترتیب کړی او ترڅنګ یې په کابل کي د چین هیواد په مرسته د لس زره کورونو د جوړولو تخنیکي چاري هم له چین څخه د راغلي پلاوي سره یو ځای پیل کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، چي په تیر کال کي یې د ښاري سکتور ترمنځ همږغي پیاوړې کړې، ۲۶ ولایتي کاري سفرونه یې کړي او د نورو کلونو په پرتله یې د بودجې په مصرف کي ۱۵۰٪ زیاتوالی راوستی دی.

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د کلنیو راپورونو تر اورېدلو ورورسته وویل: د وزارتونو په کارونو کي د تېر په پرتله د پام وړ ښه والی راغلی او دا کار موږ پر راتلونکي باندي مطمئن کولای سي، خو اړتیا ده، چي لا هم دغه ډول مثبت تغیرات دوام ومومي.

هغه زیاته کړه، چي د رغیزنو پروژو پر مهال د کارونو کیفیت او د پروسې شفافیت ته توجه زیاته سي، ځکه په خبره یې چي، له فساد سره مبارزه او شفافیت ته کار کول باید په هره برخه کي لومړیتوب ولري.

د وزیرانو شورا غونډي ته نن د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې د وزیري سلامت عظیمي لخوا د نشه يي توکو پر ضد د پوهاوي او همکارۍ زیاتولو په موخه د یوه اوونیز کمپاین طرحه وړاندي سوه.

له دې طرحي څخه هدف د نشه يي توکو د کښت، قاچاق او استعال د زیانونو په اړه د یوې اوونۍ په ترڅ کي د عامه پوهاوي او همکاریو د جلب په خاطر د هیواد په سطحه د معلوماتو خپرول ښوول سوي.

پر دې مسئله تر بحث وروسته پرېکړه وسوه، چي د یادي طرحي په اړه به د همدې اوونۍ په ترڅ کي ځانګړې ناسته کيږي او پرمهال به یې دغه طرحه نهايي کيږي.

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله وویل، چي دغه طرحه دي د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې عالي دولتي کمېسون ته هم وړاندي سي او هلته دې پرې بحث وسي.

هغه همداراز په نشه يي توکو د روږدو کسانو د تداوۍ په هدف د جوړېدونکي مالي صندوق په اړه هم یادونه وکړه او اړوندو ادارو ته یې وظیفه وسپارل، چي دغه مسئله ژر تر ژره تعقیب او نهايي کړي.

د نن ورځي جلسې ته د اقتصاد وزیر ستار مراد د عامه ساتني معینیت د امنیتي تصدۍ د پلټونکي پلاوي، د هند هیواد په مرسته د کوچنیو پرمختیايی پروژو د اوسني وضعیت او د ۱۳۹۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتي له ۲۵مي د همدې کال د چنګاښ میاشتي تر ۷ مي پوري د افغانستان د پایداره پرمختیايي اهدافو د پرمختګ په اړه راپورونه وړاندي کړل.

د اقتصاد وزیر لخوا د عامه ساتني معینیت د امنیتي تصدۍ د پلټونکي پلاوي د کاري راپور تر وړاندي کولو او اړوندو بحثونو وروسته پرېکړه وسوه، چي دغه راپور د تدارکاتو عالي کمېسون ته هم وړاندي سي او تر هغه وروسته یې په اړه نهايي فیصله وسي.

نوموړي وروسته د هند د دوست هیواد په مالي مرسته د کوچنیو پرمختیايي پروژو د پلي کېدو په اړه معلومات وړاندي کړل. هغه وویل، چي د هند هیواد د خپلو ۲۰ میلیون ډالرو مرستي په تعقیب د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت په ۳۴ ولایتونو کي د نورو کوچنیو پرمختیايي پروژو د پیل ژمنه کړې او په دې اړه موده وړاندي دوه اړخیزه موافقه هم سوې ده.

هغه زیاته کړه، چي ددې پروژو له ډلي یې تر اوسه یوازي د ۵ نیم میلیونه ډالرو په ارزښت پروژې پلي سوي او پاته نوري یې لا هم نه دي اجرا سوي.

د اقتصاد وزیر وروسته د ۱۳۹۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتي له ۲۵مي د همدې کال د چنګاښ میاشتي تر ۷ مي پوري د افغانستان د پایداره پرمختیايي اهدافو د پرمختګ په اړه راپور وړاندي کړی.

هغه وویل، چي په دې موده کي یې له اړوندو اداراتو سره کار کړی او تر دې دمه یې یو خاص بورډ ایجاد کړی، د اداراتو وظیفې یې سره بېلي کړي، د ملي تطبیق پلان یې چمتو کړی، د ملي پلانونو پېژندنه یې کړې، له اداراتو یې استازي غوښتي او په دې اړه یې منظمي جلسې جوړي کړي دي.

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله د اقتصاد وزیر د راپورونو تر اورېدلو وروسته وویل، چي د اقتصاد او مالیې وزیران دي د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکي ادارې سره په ګډه له ټولو وزیر صاحبانو سره ګډي کاري ناستي دایري کړې او پرمهال یې د هند د دوست هیواد په مالي مرسته د کوچنیو پرمختیايي پروژو د تطبیق پروسې پرچټکتیا خبري وکړې.

هغه زیاته کړه، چي د مرستندویه او همکارو مؤسساتو او اداراتو لخوا کېدونکي کارونه باید له هر ډول ځنډ پرته تعقیب او پرمخ یووړل سي، څو په ټاکلي وخت او زمان کي ورڅخه اعظمي ګټه پورته سي.

نوموړي همداراز د پایداره پرمختیايي موخو د لاسته راوړو په برخه کي له نورو دولتي ادارو سره په ګډه د اقتصاد وزارت هڅي وستایلي، خو هغوی ته یې یادونه وکړه، چي په دې برخه کي هم خپل فعالیتونه چټک او د ملګرو ملتونو تر عمومي کلنۍ اسمبلۍ وړاندي په دې برخه کي د افغان حکومت اقدامات روښانه او مستند کړي.

هغه د اقتصاد وزیر ته هدایت وکړی، چي د ټولو انکشافي ادارو فعالیتونه لست او په اړه یې د رسنیو له لاري ولس ته وخت پر وخت معلومات ورکړي.

د نن په غونډه کي له اجنډا سره سم د کرهڼي او اوبو لګولو وزارت د تخمونو د تصدۍ ریاست پر کارونو، ستونزو او وړاندیزونو هم بحث وسو.

د هغه وزارت استازي وویل، چي دوی د هیواد په مختلفو برخو کي زراعتي فارمونه لري، خو له بده مرغه چي په دغو ساحو کي ځیني یې غصب سوي او یوه زیاته برخه یې نورو ادارو ته توزېع سوي دي.

نوموړي وویل، چي فارمونه یې په کاپي اندازه اوبه نه تر لاسه کوي او همداراز ددوی لخوا تولید سوي اصلاح سوي تخمونه هم خریدار نه لري، چي دا یې د کار په مخ کي له اساسي ستونزو څخه دي.

په دې اړه تر بحث وروسته اجرائیه رئیس د مالیې وزارت ته دنده وسپارل، چي د یادي تصدۍ د قانوني مراحلو په بشپړتیا کي له خپله اړخه ټول کارونه چټک او د کرهڼي وزارت د هڅو ملا وتړي.

هغه همداراز د عدلیې وزیر ته وویل، چي په دې برخه کي د کرهڼي وزارت سره د قانوني او حقوقي مسائلو د پرمخ وړلو لپاره د وکیل په مونده کي خپله همکاري وکړي.

د نن ورځي د غونډي وروستۍ موضوع د پوهني وزارت د اړوندو مځکو د غصب په اړه ول. د پوهني وزیر اسدالله حنیف بلخي وویل، چي ددوی اړوندي مځکي په مختلفو ساحو کي د زور واکانو لخوا غصب سوي او یوه برخه ملکیتونه یې د نورو وزارتونو لخوا تصرف سوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چي له دې ناحیې فعالیتونه له ستونزو سره مخ دي او هیله لري، چي په اړه یې لازم اقدامات وسي.

پر دې موضوع تر بحث وروسته پرېکړه وسوه، چي د پوهني وزارت به له عدلیې وزارت سره په ګډه کار کوي، څو قانوني مدافع او وکیل یې د ملکیتونو حقوقي مسئلې حل کړي.

همداراز وویل سوه، چي له نورو اړوندو وزارتونو سره دي هم کار وسي او د هر وزارت اړوند ملکیتونه دي مشخص سي.

د وزیرانو شورا په ننۍ غونډه کي د بروکسل تر کنفرانس وړاندي د خصوصي سکټور پر یوولس لومړیتوبونو باندي هم بحث وسو او فیصله وسوه، چي د اجرائيه ریاست د لومړي مرستیال انجینر محمد خان په مشرۍ د کمېسون لخوا د ټاکل سوو ۱۱ کمېټو کار باید دوام پیدا کړي او کاري راپورونه یې وخت پر وخت په منظم ډول د تجارت وزارت ته وسپارل سي.