د اجرائیه ریاست د ټویټر پاڼي د هک په اړه د اجرائیه ریاست اعلامیه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائیه ریاست د ټویټر پاڼه تېره شپه د نامعلومو هکرانو لخوا هک سوې او کنټرول یې د اجرائیه ریاست د رسنیز او تخنیکي ټیم له لاسه وتلی دی.

موږ لا هم د یادو هکرانو د هویت او ځای ځایګي په اړه پوره معلومات په لاس کي نه لرو.

زموږ تخنیکي ټیمونه هڅه کوي، چي د یادي ټویټر پاڼي کنټرول تر لاسه او پاڼه خپل عادي حالت ته راوګرځوي.

د تیري شپې له ۷ بجو نیولې بیا ددې پاڼي تر بیا ترلاسه کېدني او رغېدني پوري له یاده ادرسه د هر ډول موادو خپراوی د اجرائیه ریاست او د افغان حکومت د نظر څرګندونه نه کوي.

د اجرائیه ریاست د رسمي ټویټر پاڼي ادرس په دې توګه دی:

www.twitter.com/afgexecutive

درنښت،

د اجرائیه ریاست د عامه اړیکو او رسنیو ټیم