اجرائیه رئیس له ولسمشر سره ولیدل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس جلالتماب ډاکټر عبدالله عبدالله د چهارشنبې په ورځ مازیګر ( ۲۷ زمری ۱۳۹۵ ) له ولسمشر جلالتماب محمد اشرف غني سره ولیدل.

په دې ناسته کې چې په صمیمانه فضا کې ترسره شوه، اجرائیه رئیس د ملي یووالي حکومت د سیاسي توافقپاڼې د پلي کېدو او د اصلاحاتو د عملي کېدو په اړه خپل لرلید او برداشتونه په تفصیل له ولسمشر سره شریک کړل.

وپتېیل شوه، چې په راتلونکې ناسته کې به ولسمشر په دې برخو کې خپل لرلید او برداشتونه مطرح کړي او په بله ناسته کې به دواړو لوري د دې ناستو په پایلو او له موجوده ستونزو څخه د وتلو لارې وارزوي.

په دې ناسته کې د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال محترم انجینیر محمد خان او د ولسمشر دویم مرستیال محترم محمدسرور دانش هم ګډون درلود.

 

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائیه ریاست

د رسنیو ریاست