په جینوا کې د افغانستان په اړه جوړ شوي کنفرانس ته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائيه رئيس د وینا بشپړ متن جانبي ناسته: په افغانستان کې د وچکالۍ پر مهال ژوند او غذايي مصوونیت

د ملګرو ملتونو دفتر – جنیوا

۲۷ نوامبر ۲۰۱۸

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيْمِ

ښاغلو او آغلو!

د افغانستان اسلامي جمهوریت په استازولۍ غواړم د سویس له حکومت، د ملګرو ملتونو او د دې غونډې له ټولو تنظیم کوونکیو او مرسته کوونکیو څخه مننه وکړم.

نن ورځ موږ په افغانستان کې د وچکالۍ پر مهال د خوړو د امنیت د تامین او د خلکو د معیشت د مهمې موضوع په اړه را ټول یو.

د افغانستان له 34 ولایتونو څخه په 22 هغو کې، وچکالۍ ده. د حکومت، د خوړو د نړیوال پروګرام، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان له لوري ترسره شوي مطالعات او اروزنې ښيي، چې په افغانستان کې د 6.3 میلیونو څخه ډېرو وګړو باندې د قحطۍ په څېر شرایط راغلي دي.

 

همدارنګه روانې وچکالۍ د 5.6 میلیونه وګړو غذايي امنیت له ګواښ سره مخ کړی دی. د کرنې او کښتونو له سږني فصل وړاندې سلګونه زره انسان ـ چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي ـ هرات، بادغیس او غور ولایتونو ته را کډه شوي دي، چې د ښارونو په مرکزو یې لوړ فشار رامنځته کړی او خلکو ته یې مالي، لوژستیکي او ټولنیزې ستونزې را ایجاد کړي دی. وچکالۍ همدارنګه په خوارځواکۍ اخته ماشومانو کې 25سلنه زیاتوالی راوستی او له لوړ ګواښ سره د مخ ماشومانو شمېر یې 600000 تنو ته لوړ کړی دی. که دا خوارځواکي همدا ډول دوام پيدا کړي، راتلونکیو نسلونو ته به جدي ستونزې را پیدا کړي.

د ژمي په رارسېدو سره موږ د هغو کورنیو په اړه اندېښمن یو، چې په وچکالۍ ځپلو سیمو کې ژوند کوي. دا سیمې لا هم د سؤ تغذیې او د خوړو د امنیت له نه تامین څخه زنځېږي. په لنډ مهال کې باید ډاډه شو، چې د بېړنیو حالاتو سترې او کافي ذخیرې په واک کې لرو، څو د هغوی د غذايي امنیت نشتون راکم او له قحطۍ د رامنځته کېدونکیو تلفاتو مخنیوی وکړو.

افغان حکومت او نړیوالې ټولنې له وچکالۍ سره د مبارزې او ورته د رسیدګۍ لپاره له پیله خپل تعهد څرګند کړی دی. پېښو ته د افغان حکومت، ملګرو ملتونو او مرسته کوونکیو هېوادونو او نهادونو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ له امله ځواب ورکړل شو، چې پایله یې نن موږ په پنل کې ګورو.

افغان حکومت دې ستونزې ته د رسیدګي لپاره خپله ژمنتیا د 1.4 میلیونه وګړو لپاره د خوراکیې لپاره له ستراتېژیکو ذخایرو څخه د شپېته زره ټنه غنمو په برابرولو نندارې ته کېښود. افغان حکومت همدارنګه دې قضیه کې خپله رهبري، له وچکالۍ زیانمنو شویو کسانو ته د عاجل ځواب ویلو د ډلې په منظمو ناستو سره په اثبات رسولې ده.

له دې پېښې سره د مبارزې لپاره د نړیوالې ټولنې مرستې، له مالي او د همغږۍ له اړخه د ملاحظې وړ دي. غواړم چې د امریکا د پراختیايي ادارې، برېټانیا، د استرالیا له حکومت، جاپان، کاناډا، ناروې، روسیې، سویس او نورو هېوا دونو او نړیوالو سازمانو څخه چې 1.4 میلیونه وګړو ته یې د مرستو په رسولو کې چې په وروستیو میاشتو کې یې همکاري او مرسته کړې، قدرداني وکړم.

ښاغلیو او اغلیو!

په دې مرحله کې باید د اوږدمهاله طرحو او اقدماتو په اړه فکر وکړو، ځکه د نړیوال مقیاس له مخې مطالعات ښيي چې په اوږدمهال کې وچکالي له منځه نه ځي. موږ پوهېږو چې اقلیم او اب و هوا د بدلون په حال کې ده او وچکالي او طوپانونه به په راتلونکي کې نور هم بدتر شي. نو له همدې امله باید د بېړنیو انساني مرستو پروګرامونو ته جدي او بېړنۍ پاملرنه وکړو او د افغانستان په څېر د زیانمنو هېوادونو د مقاومت توان لوړ کړو.

د مقاومت د پیاوړتیا یوه لاره چې زموږ له نننۍ ناستې سره هم اړخ لګوي، کرنې ته پاملرنه ده. کرنه د افغانستان د اقتصاد ستون فقرات تشکیلوي. زموږ 65 سلنه وګړي په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د خپل ژوند د معیشت لپاره په کرنې متکي دي، چې د کلیوالي سیمو د خوړو امنیت هم تامینوي.

کرنه او په کرنې پورې اړوند برخې د اقلیم او اب و هوا د بدلون له امله له جدي ګواښ سره مخ دي، چې بېلګې یې په اوسنۍ وچکالۍ کې مشاهده کوو، چې د کرنې د اراضۍ تخریب او صحرايي کېدو لامل شوي دي. دا مساله په خپل وار د تولید په کمښت، د خوړو د امنیت خرابوالي، اقتصادي ناورین، د خلکو بې ځایه کېدو او د ژوند له لاسه ورکېدو لامل کېږي.

زموږ په بېلګه کې ښايي د معیشت له لاسه ورکول وګړي جرم و جنایت ته وهڅوي یا هم په بدو شرایطو کې د حکومتد مخالفو وسله والو ډلو له لوري د هغوی د جلب او جذب زمینه برابره کړي.

د افغانستان په اړه، چې له سرشاره طبیعي سرچینو برخمن دی، یوه لاره چې کولای شي طبیعي پېښې مدیریت کړي، هغه زموږ له وړتیاوو او د قوت له نقطو استفاده کول دي. موږ دې پایلې ته رسېدلي یو، چې د اوبو ښه مدیریت او په راتلونکیو کلونو کې د پلي کېدو وړ د ابیارۍ له سیستم څخه استفاده، که غواړو چې په کرنه او مالدارۍ کې پر ځان بسیا شو، له لوړ اهمیت څخه برخمن دی.

موږ د اوسنیو او په راتلونکیو کې د پېښېدونکیو ستونزو د مدیریت د بهبود لپاره زمینه او اړتیا وینو. خو د نړۍ د نورو برخو تجارب، د کارپوهانو او اهل خبره کسانو را ټولېدل له موږ سره د بېړنیو مرستو په بهینه کولو او د زیانمنو ټولنو د اوږدمهاله اړتیاوو ته د رسیدګۍ په برخه کې همکاري وکړي.

په دې برخه کې خوښ یم چې د افغانستان بېلګه د نړیوالې ټولنې او حکومتي او غیر حکومتي سازمانونه ستونزې ته د رسیدګۍ، د مرستو د برابرولو او ګډو موخو ته د لاسرسي لپاره ځانګړې لېوالتیا لري.

په برنامه ریزۍ، پروګرامونو او د هغوی په پلي کولو کې اغېزمنه همغږي او جامعیت کولای شي چې له دې ستونزې سره د چلن او زیانمنو ته د رسیدګۍ په برخه کې اساسي رول ولوبوي.

اوسني ناورین او د افغانستان د اوږدمهاله اړتیاوو ته د رسیدګۍ لپاره، له ټولو هغو هڅو ملاتړ کوي چې زموږ او د نړیوالو همکارانو ګډ کار او همکاري رامنځته کوي. په دې برخه کې د افغانستان د ملي تغذیې او غذايي امنیت پروګرام ( افسین ) له ایجاد، د افغانستان د خوړو د امنیت او کرنې له ډلې او د بهترې تغذیې په لور د ملګرو ملتونو له حرکت سره د افغانستان له وصل کېدو تقدیر او ملاتړ کوو.

د حکومت د همکارانو یووالی او پیوستون او د حکومت له پراختیاي پروګرامونو سره د برنامو توحید کولای شي چې له موږ سره د معیشت په ایجاد او پر بېړنیو پروګرامونو تمرکز کولو کې مرسته وکړي. هماغه ډول چې د ایمني شبکو جوړول کورنۍ د فقر تر کرښې لاندې له تللو ژغوري.

ښاغلیو او اغلیو!

په دې پړاو کې چې افغانستان له بېلابېلو ستونزو سره مخ دی. زموږ لپاره مه ده چې له اوسنۍ وچکالۍ سره د مبارزې لپاره بېلابېلې سرچینې بسیج کړو او په عین حال کې څو ګونه ساختارونه د بېلابېلو برخو او ادارو په ګډون وساتو، څو وکولای شو چې خپلې طرحې او پلانونه عملي کړو.

په افغانستان کې د پراختیا په لور د حرکت مسیر، پرمختګ او سوله د وچکالۍ له جدي ګواښ سره مخ دي. موږ نن دلته راغلي یو چې د وچکالۍ د اغېز راکمولو، د زیانمنو کسانو د پېژندلو او ورته د رسیدګۍ او لازمو مرستو لپاره چې له ناورین سره مقابله وکړي، وروسته له هغوی سره مرستې وشي، څو ژوند یې عادي پړاو ته داخل شي او خپل غذايي امنیت تایمن کړي، د ګډ کار تعهد تازه کړو.

کله چې د افغانستان راتلونکي ته ګورو ډاډه یو چې زموږ همکاران به د انساني او بشردوستانه مرستو او د پراختیايي مرستو په برخه کې نه یوازې زموږ د ټولنیز، محیطي او مالي مقاومت په لوړولو کې همکاري کوي، بلکې د ظرفیت جوړولو ادارو له لارې د استمرار او تلپاتې والي لپاره هم له موږ سره همکاري کوي.

په دې ستونزمن پړاو کې د غذايي امنیت او معیشت د لوړولو په برخه کې د اغېزمنو او پرثمره بحثونو او دې ستونزې ته د اوږدمهاله حل لارو لپاره سترګې په لار یو.

له پاملرنې مو مننه