«اوبه د ژوند لپاره» نړیواله کنفرانس ته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د وینا بشپړ پښتو متن

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وینا

 (اوبه د ژوند لپاره) د عمل د نړیوالي  لسیزي “2005-2015”  کنفرانس.

دوشنبې، تاجکستان- ۱۹ د غويي ۱۳۹۴

 

جلالتمآب جمهور رئیس امام علي رحمان،

د ملګرو ملتونو عمومي منشي جلالتمآب بانکي مون،

د کنفرانس رهبري هیئت،

جلالتمآبانو،

ښاغلو او آغلو،

زه غواړم له خپل ګران دوست او د تاجکستان هیواد له جمهور رئیس جلالتمآب امام علي رحمان څخه د ښې مېلمه پالني له خاطره، چي پلازمېنې دوشنبې ته یې زما او راسره افغان پلاوي د سفر پر مهال وکړه، د زړه له کومي مننه وکړم.

زه همداراز په دې حساس پړاو  او وخت کي د (اوبه د ژوند لپاره) او د اوبو ساتني په هدف د هغه د مدبرانه هڅو ستاینه وکړم.

اړینه بولم، چي دلته د یاد مهم کنفرانس له ټولو تنظیموونکو، په خاص ډږل د تاجکستان له لومړي وزیر ښاغلي رسولزاده، د ملګرو ملتونو د اوبو ادارې او نورو سیمه ییزو او نړیوالو ادارو څخه د هغو هڅو له خاطره مننه وکړم، چي د تیري یوې لسیزي په اوږدو کي یې د  (اوبه د ژوند لپاره) د عمل د نړیوالي  لسیزي “2005-2015”  کنفرانس د جوړېدو لپاره کړي دي.

تاجکستان څه باندي یوه لسیزه وړاندي د ملګرو ملتونو په چوکاټ کي دا پروسه پیل کړه او نن زموږ ټولو کوربه دی، څو موږ د خپلو جمعي لاسته راوړنو، تر لاسه سوو تجاربو، عملي کارونو، پرتو ستونزو او راتلونکو فعالیتونو ته یوه لنډه کتنه وکړو.

زه له خپلو تاجک همکارانو، ملګرو ملتونو، اړوندو اداراتو او همکارانو، غیر دولتي مؤسساتو او شریکانو څخه د هغو چټکو هڅو او ارادې، او په نړیواله توګه نورو اړوندو فعالیتونو له خاطره مننه کوم، چي ددې پروسې په اوږدو کي یې د اوبو په اړه د سیمه ییزو، منطقوي او نړیوالو اندېښنو په اړه کړي دي.

 

جلالتمآبانو، ښاغلو او اغلو!

د اوبو په اړه وروستي کنفرانس کي، اوبه د بشر د پرمختګ پر وړاندي له درو لویو خنډو وبلل سوې. اوبه نه یوازي خپله کمېږي بلکه، بلاخره د اقصادي ودي او د بشریت په بقا پوري تړاو پیدا کوي.

اوس موږ ټول پوهېږو، چي اوبه نن ورځ یوازي یوه طبعي هستي نه ده، چي د ګټي اخستلو او تنظیمولو لاري چاري دي یې ولټول سي، بلکه یوه ستراتیژیکه سرچینه ده، چي مستقیماً د همسایه هیوادونو پر اړیکو، اقتصادي پراختیا او سیاست باندي د یوه کلیدي پرمختیايي عنصر په توګه تاثیر کوي.

پر دې سربیره، لکه چي مطالعو ښوولې، اقلیمي تغیر پر طبیعت او ژوند تاثیر کړی، چاپیریال ته یې ستونزي زېږولي او د بشر غوښتني یې زیاتي کړي، چي په دې حساب نو، اوبه اوس د بشر د پایښت ترڅنګ د نورو پرمختګونو لپاره هم کلیدي عنصر ګڼل کيږي.

اوبه نن ورځ د تجارت حیثیت لري او اکثریت ورته د یوه چټک غوړېدونکي اقتصاد، اقلیمي تغیر، د ټکنالوژۍ د ودي، مختلفو سکټورنو کي د پانګي اچوني او نوي اقتصادي موډل رامنځ ته کولو لپاره د مهمي برخي په توګه ګوري.

دلته نو، موږ مکلف یو، چي اوبه په ښه ډول تنظیم، استفاده او له نور  سره په سالمه توګه شریکي کړو او دا کار په نړیواله توګه د همکارۍ او عمل نویو هڅو ته اړتیا لري. نړۍ دا مکلفیت پېژندلی.

مختلفي سروې ګاني او مطالعې سوي، قراردادونه او تړونونه لاسلیک سوي خو نن، چي موږ د اوبو د زیاتېدونکي اړتیا (اوبه د ژوند) په اړه خبري کوو، نو دلته مو هڅي ازادو بحثونو، نويو افکارو، ساینسي څېړنو، نویو حقیقتونو ته قانوني او پالیسي چوکاټونو جوړولو، د لومړیتوبو پر بنا په محلي او منطقوي سطحه عمل کولو، له نوي ټکنالوژۍ ګټي اخستني او داسي میتودونو څخه استفادې ته، چي پر اساس یې مخالفتونه له منځه ولاړ سي، اړتیا لرو.

دا یو لوی هدف دی، خو هغه هڅي، چي د کلونو په موده کي په حوزوي، دوه اړخیزو او څو اړخیزو سطحو کي سوي، زموږ سره کومک کوي، چي د همکاریو او عمل نوي پړاو ته داخل سو.

 

جلالتمآبانو، ښاغلو او اغلو!

افغانستان په سهیلي-مرکزي اسیا کي د یوه غرني او په وچه کي راګیر هیواد په توګه یو بې مثاله جغرافیوي موقعیت لري، چي هم یو ټرانزیټي او هم ددې ساحې د اوبو د تجمع او تنظیم مرکز کېدای سي.

موږ غواړو له خپل جغرافیوي موقعیت څخه ګټه پورته کړو، ذخیروي ظرفیت زیات کړو او  د انسانانو، کرهڼي، د برېښنا تولید او نورو اړتیاوو لپاره د دقیقو قوانینو او اصولو په رڼا کي د هیواد دننه او همسایه هیوادونو کي مو اوبه استفاده سي.

د تیرو دریو لسیزو سیاسي تاوتریخوالي او جګړو د افغانستان زیر بنا، ظرفیت او د اوبو د تنظیم وړتیاوي له منځه وړي دي، خو موږ  د تیرو ۱۳ کالو په اوږدو کي د خپلو ګاونډیانو په ګډون، د نړیوالو همکارانو د بې درېغه مرستي په نتیجه کي د ملک په سطحه د بیارغوني د لويي ستراتېژۍ د یوې برخي په توګه د پرمختیايي اهدافو لور ته مهم ګامونه اخستي دي.

زه له دې فرصت څخه په ګټه استفاده، غواړم دلته له ټولو حاضرو  هیوادونو او نړیوالو مؤسساتو څخه د هغو مرستو او همکاریو په خاطر، چي له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسي یې له افغانستان سره کړي دي، مننه وکړم.

افغانستان نن په یو داسي حالت کي قرار لري، چي کولای سي په دوه اړخیزو او حوزوي مسایلو کي رغنده رول ولوبوي، یو داسي رول چي هم به زموږ د متحدینو او هم ګاونډیانو لپاره ګټه ولري، خو دا رول به د ټولو نړیوالو قانوني لارښودونو، مخکنیو تجاربو او ټولو شریکانو د مشروع غوښتنو په رڼا کي بازي کيږي.

اوبه کېدای سي، او باید هم د همکاریو د زیاتېدو، اقتصادي پراختیا او نږدې کېدلو لپاره کار سي، نه داچي د پالیسیو او اړیکو د خرابېدو لامل وګرځي.

موږ ټول د اوبو د ناسالمي استفادې په صورت که نه یوازي له ستونزو سره مخ کيږو، بلکه د خپلو نورو ټولنیزو او اقتصادي پراختیایی موخو په ترلاسه کولو کي هم ناکامه کيږو.

موږ ټولو حکومتي، شخصي، ساینسي او په بشري برخو کي کارکوونکو ادارو ته د دوی د مهم کار له خاطره مبارکي ورکوو او تر دې دمه د سوي کار نتایجو ته هرکلی وایو.

موږ ستاسو سر په ګډه کار کولو ته سترګي پر لار یو څو راتلونکو نسلونو ته ډاډ ورکړو، چي زموږ اقتصاد به د اوبو د کمښت له خاطره له ستونزو او کشمکشونو سره نه مخ کيږي.

مننه،