
عبدالقهار عابد
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرایوي ریاست د عالي مقام د دفتر رئیس
لوړې زده کړې:
د حقوقو او سیاسي علومو لېسانس، کابل پوهنتون ـ افغانستان
د نړیوالو اړیکو ماسټر، ازاد پوهنتون ـ کابل، افغانستان
کاري تجربه:
1991 د صادراتو د پراختیا بانک کارمند
1993 د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت کارمند
2001 د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جنرال قونسل
2002 د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د دفتر رئیس
2010 د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د فرهنګي اړیکو رئیس
2014 د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرایوي رئیس د عالي مقام د دفتر رئیس
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرایوي رئیس د دفتر ریاست لنډه پېژندنه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرایوي ریاست د دفتر ریاست، د ا.ا.ج د اجرایوي رئیس مهم او کلیدي ریاست دی.
د دې ریاست عمده دندې په لاندې ډول خلاصه کېږي:
د جلالتماب اجرایه ریيس لپاره د ورځني، میاشتیني او کلني کاري پلان ترتیب او تنظیم، له دولتي، غیر دولتي او نړیوالو ادارو او سازمانونو سره د کاري اړیکو تامین او د همغږۍ را منځته کول، د کورنیو او بهرنیو ملاقاتونو تنظیمول، د وزیرانو شورا د غونډو د اجنډا ترتیب او تنظیم، له کاري پلان سره د وزیرانو شورا د بېلابېلو بخشونو همغږي کول، د هېواد، سیمې او نړۍ د پراختیا له وضعیت نه د یادښت برابرول، د جلالتماب اجرایه ريیس د لارښوونو لېږل او انعکاس، له زماني جدول سره سم د لارښوونو تعقیبول او د پلي کېدو له څرنګوالي یې بېرته جلالتماب اجرایه رییس ته د رپوټ ورکول، د همغږۍ او اداري ناستو برابرول، د اجرایه ریاست د دفتر د ریاست د پروګرامونو مدیریت او رهبري او د ټولو هغو دندو ترسره کول، چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرایوي رییس له لوري صادرېږي.